لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستاني هيلي کاپټر عمله محفوظه ده،نفيس زکريا


 دخارجه دفتر وياند نفيس ذکريا اسلام اباد کې ميډيا سره خبرو کې دپاکستاني هيلي کاپټر دتښتول شوې عملې دخونديتوب پخلى وکړو او وې ويل چې افغانستان ورته دعملې دراخوشې کولو په اړه باور ورکړيدى.
دخارجه دفتر وياند نفيس ذکريا اسلام اباد کې ميډيا سره خبرو کې دپاکستاني هيلي کاپټر دتښتول شوې عملې دخونديتوب پخلى وکړو او وې ويل چې افغانستان ورته دعملې دراخوشې کولو په اړه باور ورکړيدى.

دپاکستان خارجه دفتر ويلي دي افغان حکومت دپنجاب حکومت دهيلي کاپټر ديرغمال کړى شوې عملې په اړه معلومات ورکړي او دغه عمله خوندي ده.

دخارجه دفتر وياند نفيس ذکريا اسلام اباد کې ميډيا سره خبرو کې دپاکستاني هيلي کاپټر دتښتول شوې عملې دخونديتوب پخلى وکړو او وې ويل چې افغانستان ورته دعملې دراخوشې کولو په اړه باور ورکړيدى.

دروانې مياشتې په څلورمه نيټه دپنجاب حکومت يو ايم ايي-١٧ هيلي کاپټر ازبکستان ته روان وؤ چې دتکنيکي خرابۍ له امله يې دافغانستان په لوګر ولايت کې بيړنۍ ناسته کړې وه، دغه هيلي کاپټر کې سواره اووه کسان طالبانو تښتولي وؤ.

دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف او وزيراعظم نوازشريف دهيلي کاپټر دعملې دراخوشې کولو لړ کې افغان حکومت سره تماس نيولى و دعملې په محفوظه توګه دراخوشې کولو خواست يې کړى و.

وياند وويل چې پاکستان ګاونډي هيواد افغانستان سره ښو اړيکو ته ليواله دى او زياته يې کړه چې هم له دې امله اوس اوس پاکستان کې دافغان کډوالو داوسيدو موده کې پراختيا هم راوستل شوې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG