لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دننګرهار عملياتو کې دداعش ٣٠٠ جنګيالي وژل شوي،جنرال نکلسن


 جنرال جان نکلسن ويلي دي په ننګرهار ولايت کې دغه عمليات دهاغو امريکايي کارروايو برخه وه دکوم لاندې چې که داعش په عراق،شام او په افغانستان کې سرراپورته کوي نو توانونه به يې راکمولى شي.
جنرال جان نکلسن ويلي دي په ننګرهار ولايت کې دغه عمليات دهاغو امريکايي کارروايو برخه وه دکوم لاندې چې که داعش په عراق،شام او په افغانستان کې سرراپورته کوي نو توانونه به يې راکمولى شي.

افغانستان کې دامريکا او نيټو لوړپوړي کمانډر جنرال جان نکلسن دشورو په ورځ ويلي دي چې دوه اوونۍ دمخه دامريکايي ځواکونو په ملاتړ پيل کړل شوو دافغان ځواکونو عملياتو کې دداعش خواوشا ٣٠٠ جنګيالي وژل شوي کوم چې ددغه ډلې لپاره يوه سخته ضربه ده.

جنرال جان نکلسن ويلي دي په ننګرهار ولايت کې دغه عمليات دهاغو امريکايي کارروايو برخه وه دکوم لاندې چې که داعش په عراق،شام او په افغانستان کې سرراپورته کوي نو توانونه به يې راکمولى شي.

باور کيږي چې دافغانستان د٤٠٠ؤ ولسواليو څخه داعش دريوو يا څلورو ولسواليو پورې محدوده ډله، دغه ډلې تيره مياشت په کابل کې دهاغه ځانمرګي بريد پړه په غاړه اخستې وه چې پکې خواوشا ٨٠ کسان وژل شوي وؤ.

نوي ډيلي کې هندي پوځ سره خبرو لپاره موجود نکلسن خبريالانو ته ويلي دي افغان ځواکونو دامريکا په ملاتړ دداعش په ضد دترهه ګرۍ ضد عمليات پيل کړي.

امريکايي کمانډر وويل هغوي په ګڼ شمير کې د (داعش) ډلې لوړپوړي مشران او دهغوي خواوشا ٣٠٠ جنګيالي وژلي دي

هغه وويل دغه شميره ترهه ګريزه ډله کې دشاملو جنګيالو خواوشا ٢٥ فيصده جوړيږي، کومه چې دغه ډلې ته رسيدلې ستره ضربه ده.

افغانستان کې داعش دکال ٢٠١٥م دپيل څخه پښې مضبوطول پيل کړي او ددغه ډلې شميره خواوشا درې زره وه چې پکې زياتره جنګيالي دپاکستاني طالبانو دتحريک او اسلامک موومنټ اف ازبکستان څخه بيل شوي جنګيالي شامل شويدي.

جنرل نکلسن وويل دداعش په ضد دجارحانه ګامونو اخستو په ترڅ کې افغان ځواکونه دتيرکال په پرتله سږکال زيات بريالي پاتې شويدي.

هغه ويلي دافغان طالبانو دمشر املا اختر منصور پاکستان کې ډرون بريد کې وژل کيدو سره طالبانو ته ضربه رسيدلې او اوس هغوي دمالي ستونزو سره مخ دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG