لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ باندې تشدد پله د راپارولو تور


هغه ویلي که چرته کلنټن ولسمشره جوړیږي په ستره محکمه کې به روښان فکره جج وټاکي او هغه به په امریکا کې د وسلې ساتلو حق ختم کړي .
هغه ویلي که چرته کلنټن ولسمشره جوړیږي په ستره محکمه کې به روښان فکره جج وټاکي او هغه به په امریکا کې د وسلې ساتلو حق ختم کړي .

د امریکې د ریپبلکن ګوند صدارتي کانديد ډونلډټرمپ لخوا یو بل بیان یو ځل بیا د کال ۲۰۱۶م په صدارتي مهم کې بل کیفیت جوړ کړی دی .

د نهې په ورځ شمالي کېرولینا کې یوې جلسې ته په وینا کې ټرمپ ویلي چې د وسلې ملاتړ کوؤنکي د هغه سیاله د ډيموکريټک ګوند هیلري کلنټن د ولسمشرې جوړېدو نه پاتې کولی شي .

هغه ویلي که چرته کلنټن ولسمشره جوړیږي په ستره محکمه کې به روښان فکره جج وټاکي او هغه به په امریکا کې د وسلې ساتلو حق ختم کړي .

(که چرته هغه خپل جج ټاکي، نو تاسو بیا څه نه شئ کولی، بیا به ائين کې بدلون..... شاید، زه نه یم خبر) .

د ټرمپ لخوا د دغه بیان مخې ته راتلو وروستو د ټرمپ ناقدینو په سمدستي ډول غبرګون مخې ته راغلی په هغه نیوکې کړي او ویلي يې دي د ټرمپ دا بیان د وسلې لارې تشدد پله د راپارولو برابر دی .

د هیلري کلنټن د صدارتي کمپائن منېجر روبي موک په ټویټر ویلي ( ټرمپ چې څه وايي دا خطرناک دي، یو داسې سړی چې د امریکا د صدر جوړېدو هڅه کوي هغه ته یو حال کې هم د تشدد مشوره ورکول نه دي پکار) .

د ټولنیزو اړیکو په ویب پاڼو فېس بک او ټویټر باندې د ټرمپ په بیان تود بحث پېل شوی دی .

ولې ټرمپ په خپل بیان نیوکې رد کړي او فوکس نیوز سره خبرو کې يې ویلي ( دا یو سیاسي تحریک دی، دا کلک تحریک، دوېم بدلون، هیلري ستاسو ټوپکې بیرته اخستل غواړي، هغه تاسو په خپلو کورونو کې غېرمحفوظ کول غواړي او د دې بیان کوم بله ژباړه نه شي کېدی) .

د امریکې نیشنل رایفل ایسوسي اېشن هم په سمدستي ډول د ټرمپ په ملاتړ کې په ټویټر بیان جاري کړی او ویلي يې دي ( مونږ د انتخاباتو په ورځ داسې کولی شو، بهر راووځئ او بل بدلون نه، چې د هیلري په حق کې ووټ واچوئ) .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG