لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایران ایټمي ساينسپوهه اعدام کړی


امیري په کال ۲۰۰۹م کې سعودي عرب ته تلی او یو کال وروستو امریکا ته منتقل شوی ؤ.
امیري په کال ۲۰۰۹م کې سعودي عرب ته تلی او یو کال وروستو امریکا ته منتقل شوی ؤ.

ایران هغه ایټمي ساينسپوه (ساينسدان) اعدام کړی په چا چې تور ؤ د تهران د لانجمن ايټمي پروګرام پټ معلومات يې امریکا ته ورکړي وو .

د ایران دولتي میډیا ارنا د اتوار په ورځ پخلی کړی چې شهرام امیري اعدام کړی شوی دی .

د ایران عدالتي ویاند غلام حسېن محسني اژه اي ویلي ، ( د هغه تماس د امریکې سره ؤ، امیري دښمن ملک ته د ایران مهم معلومات ورکړي ؤ .

اژه اي ویلي عدالت امیري ته د مرګ سزا اورولې وه او د ایران سترې محکمې هم دغه فېصله تاييد کړه .

امیري په کال ۲۰۰۹م کې سعودي عرب ته تلی او یو کال وروستو امریکا ته منتقل شوی ؤ. امریکايي چارواکو ویلي ؤ امیري ته يې پینځه ملینه ډالره ورکړي ؤ چې ایران پرېږدي او د ایران د ایټمي پروګرام په اړه ورته معلومات ورکړي .

امریکايي چارواکي په کال ۲۰۱۰م کې ویلي ؤ امریکا د امیري نه ګټور معلومات ترلاسه کړي وو .

امیري د پوهنتون څیړونکی او د اټامک انرجۍ ادارې سره يې کار کولو، هغه په کال ۲۰۱۰م کې بغېر د پېسو د امریکا نه تښتېدلی او د نیولو وړاندې د ایران چارواکو د اتل په توګه د هغه هرکلی کړی ؤ .

هغه ایراني چارواکو ته ویلي ؤ چې هغه په سعودي عرب کې د امریکا استخباراتي ادارې (سي ايي ای) نیولی او امریکا کې بند ؤ .

ایراني چارواکو ویلي ایټمي پروګرام يې د عدم تشدد په موخه جوړ کړی ؤ . امریکا ویلي چې تېر کال د پلټنو په مهال د ایران په پوځي اډه کې د یورینم زرات موندل شوي وو او کېدی شي دا د ایران د پټ ايټمي وسلو د پروګرام نه پاتې شوې وې .

د دې ترڅنګ تېر کال امریکا او نور پينځه قوتونه ایران سره په یو تړون موافقه شوي ؤ چې ایران به خپل ایټمي پروګرام محدودوي او ایټمي وسلو ته به وده نه ورکوي او بدل کې يې ایران باندې لګېدلي معاشي بندیزونه لرې کړی شوي وو .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG