لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکا وايي يمن کې فضايي بريد دالقاعده درې جنګيالي وژلي


 دجمعې په ورځ جاري شوي پيان کې سنټرل کمانډ ويلي دغه عمليات دمينځني يمن شبوا ايالت کې دالقاعده دجنګيالو په ضد عربي جزيره کې ترسره شوي دي.
دجمعې په ورځ جاري شوي پيان کې سنټرل کمانډ ويلي دغه عمليات دمينځني يمن شبوا ايالت کې دالقاعده دجنګيالو په ضد عربي جزيره کې ترسره شوي دي.

امريکايي پوځ دترهه ګرۍ په ضد عملياتو کې دتندروه ډلې القاعده درې جنګيالي وژلي دي.

خو دامريکا سنټرل کمانډ دا نه ده په ډاګه کړې چې دغه عمليات څنګه ترسره شوي او نه هم دغه پريد کې دوژل شوو کسانو دپيژندلګو لړ کې څه ويل شويدي.

دجمعې په ورځ جاري شوي پيان کې سنټرل کمانډ ويلي دغه عمليات دمينځني يمن شبوا ايالت کې دالقاعده دجنګيالو په ضد عربي جزيره کې ترسره شوي دي.

امريکايي پوځ له دې وړاندې يمن کې دجنګيالو په ضد ګڼ ډرون بريدونه ترسره کړي دي.

دسنټرل کمانډ بيان کې ويل شوي القاعده سيمه کې امريکا او نورو سيمو لپاره سخته خطره ده، دغلته دالقاعده موجودګي ديمن دبې ثباتۍ يو علت دى او دغه ډلې ديمن دبدامنۍ څخه په ګټې اخستو دغلته محفوظې ځالې هم جوړې کړي ترڅو زمونږ دايتلافيانو ترڅنګ دامريکا او ګټو په ضد يې دراتلونکي دبريدونو منصوبه بندي وکړل شي.

ايران پلوه حوثي ياغيانو کال ٢٠١٤م کې ديمن په پلازمينه صنعا قبضه کړې وه چې له دې وروستو په بين المللي کچه منل شوى يمني حکومت سعودي عرب ته منتقل شوى

سعودي عرب دحوثي ياغيانو په ضد مارچ کال ٢٠١٥م کې فضايي بريدونه پيل کړي او په يمن يې فضايي او بحري ناکه بندي لګولې چې ورسره دغلته دخوراک سخت کمى پيدا شوى.

دملګرو ملتونو دبشري حقونو ددفتر دشميرې ترمخه دمارچ ٢٠١٥م څخه دحوثي ياغيانو په ضد پيل شوو دسعودي عملياتو کې د٣٥٠٠ؤ څخه زيات خلک وژل شوي او ٦٣٠٠ ژوبل شويدي، دملګرو ملتونو وينا ده ديمن ٨٠ فيصده ابادۍ ته دخوراک او طبي امداد سخت ضرورت دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG