لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هرات : طالبانو دبهرنو سيلګرو په کاروان بريد کړى،٦ ژوبل


 دافغان پوځ دوياند نجيب الله نجيبي ترمخه دغه سيلګري هاغه مهال ژوبل شول کله چې په هاغه ګاډي يو راکټ ولګيدو چې هغوي پکې سفر کولو، دغه بريد کې يو افغان موټرچلوونکى هم ژوبل شوى.
دافغان پوځ دوياند نجيب الله نجيبي ترمخه دغه سيلګري هاغه مهال ژوبل شول کله چې په هاغه ګاډي يو راکټ ولګيدو چې هغوي پکې سفر کولو، دغه بريد کې يو افغان موټرچلوونکى هم ژوبل شوى.

دافغانستان دلويديز ولايت هرات په چشتي شريف ولسوالۍ کې طالب جنګيالو دبهرنو سيلګرو په يو کاروان بريد کړى چې له امله يې شپږ سيلګري ژوبل شوي دي.

دافغان پوځ دوياند نجيب الله نجيبي ترمخه دغه سيلګري هاغه مهال ژوبل شول کله چې په هاغه ګاډي يو راکټ ولګيدو چې هغوي پکې سفر کولو، دغه بريد کې يو افغان موټرچلوونکى هم ژوبل شوى.

دهرات دوالي وياند جيلاني فرهاد ددغه پېښې په اړه ميډيا سره خبرو کې ويلي دسيلګرو تعلق دامريکا، ايرلينډ، برطانيې او جرمني سره دى.

دافغان طالبانو وياند قاري يوسف احمدي خپل يو پيغام کې ددغه بريد ذمه واري قبوله کړې ده او ويلي يې دي چې دغه بهرنيان هيرات ته دکوم پټ مقصد لپاره ورغلي وؤ.

ژوبل سيلګري دهاغه يوولس کسيزې ډلې برخه چې په دوو ګاډو کې يې سفر کولو.

سيمه ييز ولسوال فرهاد خادمي ويلي دي دغه سيلګرو دهيرات چشتي شريف ولسوالۍ کې دافغان پوځ په حفاظت کې سفر کولو.

دبرطانيې دبهرنو چارو وزارت يو بيان کې ويلي دي " مونږ دهرات بريد کې ژوبل شوو برطانوي وګړو ته مرسته ورکوو او سيمه ييزو چارواکو سره نزدې رابطه کې يو"

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG