لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جماعت الاحرار دترهه ګرو فهرست کې شامل

 دپاکستاني طالبانو دتحريک څخه بيله شوې ډله جماعت الاحرار دپاکستان او افغانستان په سرحدي سيمه کې موجوديت لري، دغه ډله په کال ٢٠١٤م کې دټي ټي پي يو پخواني کمانډر جوړه کړې وه چې سيمه کې يې ولسي وګړي،مذهبي اقليتونه،پوځ او قانون پځايې کوونکې ادارې په نخښه کړي دي.

امريکا دپاکستاني طالبانو څخه بيله شوې يوه تندروه ډله جماعت الاحرار دنړيوالو ترهه ګرو په فهرست کې شامله کړې ده.

دپاکستاني طالبانو دتحريک څخه بيله شوې ډله جماعت الاحرار دپاکستان او افغانستان په سرحدي سيمه کې موجوديت لري، دغه ډله په کال ٢٠١٤م کې دټي ټي پي يو پخواني کمانډر جوړه کړې وه چې سيمه کې يې ولسي وګړي،مذهبي اقليتونه،پوځ او قانون پځايې کوونکې ادارې په نخښه کړي دي.

دامريکا خارجه محکمې په جماعت الاحرار او ددغه ډلې په مشرانو دبنديزونو لګولو اعلان کړيدى.

کومې ډلې چې دترهه ګرو په فهرست کې شاملې کړل شي هغه دامريکا، امريکايي وګړو، خارجه تګلارې او اقتصاد لپاره ګواښ ګڼل کيږي.

دترهه ګرو فهرست کې دشامليدو څخه وروستو دامريکايي حدودو داختيار دايره کې موجود جايداد، چې پکې دجماعت الاحرار ګټه شامل وي هغه به تړلې ګڼلى شي او په امريکايي وګړو به هم دغه ډلې سره په څه قسمه لين دين ساتلو هم بنديز وي.

که هر څو دغه ډله امريکا کې څه رقم ګټې نه لري خو ددغو بنديزونو مقصد نورو قامونو ته دتندرلارو په ضد دګامونو اخستو لپاره ډاډګيرنه ورکول دي.

دامريکا خارجه محکمې پخپله بيان کې ويلي امريکا دترهه ګرو په ضد بنديز ديو قوي وسلې په توګه کاروي.

دبيان ترمخه په ترهه ګرو او ترهه ګريزو ډلو بنديز هغوي يواځې کوي چې ورسره هغوي امريکايي مالياتي نظام پورې نه شي رسيدلى او ددې ترڅنګ دغه بنديزونه دامريکايي ادارو او قانون پځايې کوونکو ادارو په ګټه وي.

جماعت الاحرار ډله سږکال دمارچ په مياشت کې دخېبرپښتونخوا صوبې سرښار پېښور کې دامريکايي قونصل خانه ددوو پاکستاني ملازمانو دوژلو ذمه واره ډله ده، دغه ډلې سږکال دمارچ په مياشت کې دپنجاب صوبې دسرښار لاهور ګلشن اقبال پارک کې هاغه ځانمرګي بريد هم ترسره کړى و چې پکې د٧٠و څخه زيات کسان وژل شوي او د١٠٠ؤ څخه زيات نور ژوبل شوي وؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG