لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دتورخم د ګيټ په جوړيدو دافغانستان غبرګون


دتورخم په مقام دجوړ شوي”باب پاکستان“ په نوم دګيټ پرانسته داګست په لمړۍ نيټه ټاکل شوې وه خو دغه پرانسته ځنډول شوې او داطلاعاتو ترمخه اوس به دغه پرانسته داګست په اتمه نيټه کيږي.
دتورخم په مقام دجوړ شوي”باب پاکستان“ په نوم دګيټ پرانسته داګست په لمړۍ نيټه ټاکل شوې وه خو دغه پرانسته ځنډول شوې او داطلاعاتو ترمخه اوس به دغه پرانسته داګست په اتمه نيټه کيږي.

دپاکستان او افغانستان ترمينځ دتورخم په سرحدي مقام دپاکستان لخوا په جوړ شوي ګيټ دافغان حکومت له لوري يوځل بيا دانديښنې څرګندونه شوې ده.

دتورخم په مقام دجوړ شويباب پاکستان په نوم دګيټ پرانسته داګست په لمړۍ نيټه ټاکل شوې وه خو دغه پرانسته ځنډول شوې او داطلاعاتو ترمخه اوس به دغه پرانسته داګست په اتمه نيټه کيږي.

خو په سرکاري توګه ددغه ګيټ دپرانستې په اړه دنيټې اعلان نه دى شوى.

دافغانستان دبهرنو چارو دوزارت څخه دګل په ورځ جاري شوي يو بيان کې ويل شوي دماضي دتړونونو او ژمنو برعکس پاکستان ګيټ جوړ کړو.

بيان کې ويل شوي افغان حکومت دپاکستان لخوا په پوله ددغه تجاوز دمخنيوي لپاره په مختلفو طريقو غور کوي.

پاکستان دريځ لري چې دتورخم په پوله يې دغه ګيټ پخپلو حدودو کې دننه جوړ کړى او دې لړ کې يې دکوم تړون څخه سرغړونه هم نه ده کړې.

په ډاګه دې وي چې ددغه ګيټ دجوړيدو پسر دپاکستان او افغانستان ترمينځ اختلافونه دومره سيوا شوي وو چې تيرو مياشتو کې ددواړو هيوادونو دامنيتي ځواکونو ترمينځ خونړۍ نښتې هم شوې چې پکې دواړو خواؤ ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

خو وروستو دخبرو اترو له لارې دغه تاؤتريخوالى راکم کړل شوى و.

پاکستان وايي دتورخم په پوله دترهه ګرو دتګ راتګ دمخنيوي لپاره دڅارنې دنظام په موثره کولو باور لري.

خو افغان حکومت دپاکستان له لوري دسرحدي څارنې په تګلاره اختلاف لري.

دسرحدي څارنې په اړه ددوه اړخيزه تحفظاتو لرې کولو لپاره دواړو هيوادونو يوه کاري ډله هم جوړه کړې ده.

دپاکستاني پوځ دډايريکټر جنرل ملټري اپريشنز په مشرۍ دغه کاري ډلې تيره مياشت دکابل دوره کړې وه اؤ دغلته ددواړو هيوادونو ترمينځ په دغه معامله خبرې اترې شوې وې.

خو اوس هم په دې اړه دافغانستان لخوا دتحفظاتو څرګندونه کولى شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG