لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ننګرهار: افغان ځواکونو د کوټ ولسوالي د داعش نه ازاده کړې ده


چارواکو ویلي د کوټ ضلعې نه يې د داعش سره اړونده نخښې لرې کړي او قامي بېرغ يې پرې ودرولی دی .
چارواکو ویلي د کوټ ضلعې نه يې د داعش سره اړونده نخښې لرې کړي او قامي بېرغ يې پرې ودرولی دی .

افغان چارواکو ويلي د هېواد په ختیځ کې د پاکستان سره په پوله پرته ولسوالي (ضلع) يې د داعش د وسله والو څخه ازاده کړې ده ، او د يوې میاشتې پورې اوږدو عملیاتو کې د داعش نزدې ۳۰۰ تُندلاري وژل شوي دي .

د ننګرهار صوبې ګورنر سلیم خان کندوزي د ګل په ورځ د نورو چارواکو ترڅنګ د کوټ ضلعې ته ورغلی او اعلان يې کړی دی چې پاکستان سره په پوله پرته ضلع يې د داعش نه ازاده کړې ده .

کندوزي ویلي افغان چارواکي اوس نزدې نورو ضلعو پله پرمختګ کوي چې داعش د هلته نه هم اوباسي .

چارواکو ویلي د کوټ ضلعې نه يې د داعش سره اړونده نخښې لرې کړي او قامي بېرغ يې پرې ودرولی دی .

ولې د چارواکو د باور ورکولو باوجود ځايي خلک په ویره کې دي چې د داعش تُندلاري واپس کېدی شي ځکه د حکومت نه يې غوښتي چې د تُندلارود مخنیوي دپاره دې کلک امنیتي ګامونه پورته کړي .

د ګل او اتوار په منځنۍ شپه کې پلازمینه کابل کې یو مېلمستون باندې درې ځانمرګو برید کړی، کوم چې د څو ساعتو د نښتې نه وروستو د درې واړو بریدګرو او یو پولیس په وژنه پاې ته رسېدلی ؤ .

بل لور ته هم د ګل په ورځ د افغانستان په شمالي او جنوبي برخو کې د امنیتي ځواکونو او ‌طالبانو ترمنځ نښتې شوي دي .

طالبانو د هلمند صوبې په نادعلي ضلع کې برید کړی او چارواکو ویلي جګړه کې ۲۰ پولیس او عسکر وژل شوي دي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG