پينټاګون ويلي د ګل په ورځ امریکايي ځواکونو د داعش اهداف يې فضايي بریدونو کې په نخښه کړي دي .
د امریکې او لیبیا چارواکو ويلي فضايي بریدونه د سرطی په علاقه کې د داعش په قوي مرکزونو باندې شوي دي ، د کومو چې د ملګرو ملتونو په ملاتړ د لیبیا د ملی یو والي حکومت خواست کړی ؤ .
پينټاګون ویلي د صدر په اجازت يې د اتحادي حکومت په ملاتړ کې دا هوايي بریدونه کړي دي . دا بریدونه د امریکې د د فاع وزیر اېش کارټر او ګډو ځواکونو د مشر جنرال ډنفورډ په سفارش باندې شوي دي .
د پينټاګون لخوا د ګل په ورځ جاري شوي یو بیان کې وئيل شوي چې په سرطه کې به د داعش په ضد امریکايي عملیات دوامداره ساتلی شي . چې اتحاد مخ په وړاندې پرمختګ وکړي او لیبیا کې د داعش ځالې تباه کړي ، د چرته نه چې دغه ترهګر ډله په امریکا او اتحاديانویې حملې کوي .
تُندروه ډله د یو کال نه د زیاتې مودې راهسې په سرطه کې ځان پراخه کوي . د افریقې دپاره د امریکا د اپرېشن کمان مرستیال مشر تېر کال په یوه مرکه کې ویلي ؤ چې که د شام رقه د تُندلارو مرکز دی نو شاید اصل مرکز يې سرطه ده .
د ګل په ورځ ترسره شوې هوايي حمله په لیبیا کې د داعش په ضد د دې کال دوېمه غټه حمله ده .
د فرورۍ په میاشت کې یوې امریکايي جنګي الوتکې د لیبیا په لویدیځ کې د داعش تربیتي مرکز باندې برید کړی ؤ کوم چې د تیونس سره په پوله پروت وو او تربیت اخستونکي په درځنونو ترهګر پکې وژل شوي وو .