د پاکستان پنجاب صوبې پولیس ادعا کړې چې د شيخوپورې په سیمه کې يې یوه نښته کې اووه ترهګر وژلي دي .
د سرکاري میډیا ترمخه د پولیس د ترهګرۍ په ضد عملیات کوؤنکې څانګې (سي ټي ډي) چارواکو ويلي چې د شیخوپورې په چک رساله علاقه کې يې دغه عملیات کړي اووه ترهګر يې وژلي او درې ترې تښتېدلي دي .
چارواکو ویلي د خالي او اتوار په شپه ترسره شوؤ عملیاتو کې د وژل شوؤ ترهګرو تعلق د لاقانونه ګرځول شوؤ ډلو تحریک طالبان پاکستان او لشکرجهنګوي شوې ډلې سره دی .
پولیس چارواکو ویلي چې د وژل شوؤ وسله والو د ولقې نه په غټه کچه وسله ، دوه کلو چاؤدېدونکي مواد، کلاشنکوفونه، درې ګرنېډونه او تښتول شوې موټر سايکلې ترلاسه کړی شوي دي .
د سي ټي ډي پولیس ویاند ویلي وسله والو د خپلو ملګرو د لاسه وژل شوي او پولیسو یواځې په خپله دفاع کې ډزې کړي دي .