لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حلب کې د سختې جګړې له امله خلکو کډې کړي


ملګري ملتونه او امدادي ادارې د شام د حکومت نه غوښتنه کوي چې د مرستو رسولو دپاره دې ورته لارې خلاصي کړي،
ملګري ملتونه او امدادي ادارې د شام د حکومت نه غوښتنه کوي چې د مرستو رسولو دپاره دې ورته لارې خلاصي کړي،

د شام سرکاري مطبوعاتو ویلي چې دولتي ځواکونو د انساني خواخوږۍ په اساس نیول شوې علاقه پرانستې او د هغې وروستو حلب کې ګېر پاتې خلکو کې په درځنونو کډې د تښتېدو په هڅه کې دي .

دا ښار څو اونۍ بند ساتل شوی ؤ ، او د دولتي ځواکونو بمباري پکې روانه وه . ملګري ملتونه او امدادي ادارې د شام د حکومت نه غوښتنه کوي چې د مرستو رسولو دپاره دې ورته لارې خلاصي کړي، دوې خبرداری ورکړی چې په ګېر شوې سیمه کې نزدې درې لاکه خلک د خوراک د سختې کمۍ سره مخ دي .

راپورونه وايي چې د داعش په ضد د امريکې په مشرۍ اتحاد د حلب ښار نه بهر فضايي بمباري کړې او د ښار د مرکز نیولو دپاره د تُندلارو سره جګړه روانه ده .

امریکايي پوځ ويلي چې د منبج ښار سره نزدې ۱۱ هوايي بریدونه شوي او د داعش جنګې محاذونه پکې په هدف کړی شوي دي . اتحاد ويلي عراق کې هم نهه بریدونه شوي او د داعش جنګیالي پکې په نخښه کړی شوي دي .

د وایس اف امریکا کرد سروس خبر ورکړی چې د هوايی بریدونو په مهال د ښار په منځنۍ علاقه کې جګړه روانه ده په ښار کې ملېشه د داعش د وسله والو سره جنګیږي او په کوڅو کې جګړه روانه ده، او په عېن حال کې اتحادي ځواکونه منځنۍ سیمه کې د داعش د قوي مرکزونو نه چاپېره خپل ګېره راتنګوي .

یو جنګیالي وایس اف امریکا ته ويلي د جمعې په ورځ يې د نښتو په مهال د څو تُندلارو مړي لیدلي دي، دغه جګړه د شپې ناوختې پورې روانه وه .

راپورونه وايي امریکايي ځواکونه د منبج سره نزدې د اتحاد د هوايي بریدونو په نتیجه کې د ښاري ابادۍ په نخښه کېدو د تورونو جاج اخلي .

د پېناګون پریس سیکتر پیټرکُک د جمعې په خبریالانو ته ويلي ؤ چې د تورونو جائزه اخستل کیږي . د بشري حقونو سره اړونده ډلو ادعا کړې چې د زیارت په ورځ فضايي بریدونو کې په غلطۍ سره ۲۵ عام ملکي وګړي وژل شوي دي . له دې وړاندې دوه نور دغه ډول پېښې رامنځته شوي او د هغې پلټنې روانې دي .

د پېنټاګون چارواکي ويلي پوځ د خپلو اطلاعاتو په اساس د دغو پېښو پلټنې پېل کړي دي . هغه ويلي مونږ په خپل مهم د عمل دپاره هره ورځ خپل کار دوامداره ساتواو مونږ پوره هڅه کوؤ چې بې ګناه خلکو ته زیان ونه رسي او په دغو هڅو کې د سوتره والي او حساب کتاب تقاضې پوره وي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG