لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبرايجنسي : خوړ ته دګاډي پريوتو له امله ٢٠ کسان مړه


 دسيمه ييزې انتظاميې يو چارواکي اقبال خان ويلي دي چې دغه پيښه کې يو شمير کسان ژوبل شوي هم دي.
دسيمه ييزې انتظاميې يو چارواکي اقبال خان ويلي دي چې دغه پيښه کې يو شمير کسان ژوبل شوي هم دي.

چارواکي وايي چې دپاکستان دقبايلي سيمې خېبرايجنسۍ په لنډي کوتل سيمه کې يو ګاډى خوړ ته پريوتى چې له امله يې ٢٠ کسان مړه شويدي.

دغه پېښه دلنډي کوتل په ذخه خيل سيمه کې رامينځته شوې ده.

دسيمه ييزې انتظاميې يو چارواکي اقبال خان ويلي دي چې دغه پيښه کې يو شمير کسان ژوبل شوي هم دي.

دا نه ده په ډاګه چې دواده ځلمي او جينۍ هم په دغه بس کې سفر کولو که نه.

مړو شوو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

دقدرتي افتونو په مهال دمرستې قومي ادارې يو بيان کې دخالي په ورځ ويلي دجولايي مياشت کې دپشکال دبارانونو دپيل کيدو څخه راپديخوا په مجموعي توګه ٥٥ کسان مړه شويدي.

داين ډي ايم اى ترخه دبارانونو په وجه ترټولو زيات کسان خېبرپښتونخوا ايالت کې مړه شوي چې شميره يې پنځوس ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG