لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان : سينيټ دلانجمن سايبرکرايم بل منظوري ورکړې


 دانفارميشن ټيکنالوجۍ دمملکت وزيرې انوشه رحمان دغه بل سينيټ ته وړاندې کړى چې پرې اپوزيشن اعتراضونه کړي خو وروستو دغه اعتراضونه لرې کړى شوي او دپنځوسو وړانديزونو سره بل منظور کړى شويدى.
دانفارميشن ټيکنالوجۍ دمملکت وزيرې انوشه رحمان دغه بل سينيټ ته وړاندې کړى چې پرې اپوزيشن اعتراضونه کړي خو وروستو دغه اعتراضونه لرې کړى شوي او دپنځوسو وړانديزونو سره بل منظور کړى شويدى.

دپاکستان سينيټ دجمعې په ورځ دلانجمن سايبرکرايم بل منظوري ورکړې ده او ددغه بل په اصل مسوده کې يې دپنځوسو بدلونونو وړانديز کړيدى.

دانفارميشن ټيکنالوجۍ دمملکت وزيرې انوشه رحمان دغه بل سينيټ ته وړاندې کړى چې پرې اپوزيشن اعتراضونه کړي خو وروستو دغه اعتراضونه لرې کړى شوي او دپنځوسو وړانديزونو سره بل منظور کړى شويدى.

بل کې دشوو ځينو بدلونونو ترمخه به دسايبرکرايم مخنيوي لپاره دجوړيدونکو عدالتونو دفيصلو په ضد ديرشو ورځو کې هايکورټ ته اپيل کيدى شي.

اړونده چارواکي به په دغه بل دعمل درامد په اړه کال کې دوه ځله پارلمان ته راپور وړاندې کوي او دامنيتي ادارو دمداخلت مخنيوي په اړه به هم ګامونه اخستل کيږي.

په سايبرترهه ګرۍ به دڅوارلسو کلونو دبند او پنځوو کروړو روپو جرمانه لګيږي، په نفرت خورونکې وينا، فرقه واريت خورولو او مذهبي کرکې په خورولو به داوو کلونو دبند سزا ورکولى شي.، دانټرنيټ له لارې دترهه ګرو سره په مالي مرستو کولو به داوو کلونو دبند سزا ورکولى شي، دانټرنيټ ډيټا په غلط استعمال به درې کاله دبند اولس لکه روپۍ جرمانه لګيږي، همدغه شان دموبايل فون دسمونو په غيرقانوني توګه خرڅولو به پينځه کاله دبند او پينځه لکه روپۍ دجرمانې سزا ورکولى شي.

دسايبرکرايم بل لمړۍ مسوده قومي اسمبلۍ سږکال داپريل په مياشت کې منظوره کړې وه خو سينيټ کې دحزب اختلاف لويې ګوند پاکستان پيپلز پارټۍ او نورو ګوندونو په دغه بل تحفظات څرګند کړي وو چې له دې وروستو دا اړونده قايمه کميټۍ ته ليږل شوى و.

دسينيټ دقايمه کميټۍ دمنظورۍ څخه وروستو په دغه بل دجمعې په ورځ داپوزيشناو حکومت يوه غونډه کې غور وشو او حکومت داپوزيشن له لوري وړانديز کړل شوي لسګونه بدلونونه ددې بل دبرخې جوړولو پريکړه وکړه، له دې وروستو دغه بل درايې په اتفاق سره سينيټ ته وړاندې کړى شوى چرته چې يې منظوري ورکړل شوې ده.

دغه بل به اوس يوځل بيا قومي اسمبلۍ ته ليږل کيږي او دقومي اسمبلۍ غړي به دغلته په وړانديز کړل شوو بدلونونو بحث کوي.

پاکستان کې دانټرنيټ دصارفينو دحقونو لپاره کارکوونکو تنظيمونو له لوري په دغه قانون دتحفظاتو څرګندونه کولى شي او هغوي مني چې ددغه بل دځينو شقونو په ذريعه به دانټرنيټ دصارفينو حقونه اغيزمن کيږي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG