لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور،بمي چاودنه کې درې کسان ژوبل شوي


 دپوليسو ترمخه دفقيراباد پوليسو دتاڼې په حدودو کې دچارسدې دبسونو اډې سره نزدې تندلارو دسړک په غاړه يو بم ښخ کړى و کوم چې ددرنې چاودنې سره وچاوديدو، ژوبل شوو کې دټريفک يو عسکر هم شامل دى.
دپوليسو ترمخه دفقيراباد پوليسو دتاڼې په حدودو کې دچارسدې دبسونو اډې سره نزدې تندلارو دسړک په غاړه يو بم ښخ کړى و کوم چې ددرنې چاودنې سره وچاوديدو، ژوبل شوو کې دټريفک يو عسکر هم شامل دى.

دخېبرپښتونخوا سرښار پېښور کښې دسړک دغاړې ديوې بمي چاودنې له امله لږ ترلږه درې کسان ژوبل شويدي.

دپوليسو ترمخه دفقيراباد پوليسو دتاڼې په حدودو کې دچارسدې دبسونو اډې سره نزدې تندلارو دسړک په غاړه يو بم ښخ کړى و کوم چې ددرنې چاودنې سره وچاوديدو، ژوبل شوو کې دټريفک يو عسکر هم شامل دى.

دچاودنې څخه وروستو سيمې ته په ګڼ شمير کې پوليس رسيدلي او ټوله سيمه يې پخپله ولکه کې اخستې.

دپوليسو وينا ده چې دغه چاودنه کې ددوؤ څخه تر دوه نيمو کلو ګرامو پورې بارودي مواد کارول شوي وؤ.

ددې بمي چاودنې ذمه واري تر دې مهاله چا نه ده قبول کړې خو له دې وړاندې هم پېښور او دخېبرپښتونخوا نورو سيمو کې دغه رقم بمي چاودنې ترسره شوي چې پکې دزياترو ذمه واري پاکستاني طالبانو قبوله کړې ده.

روانه مياشت کې دخېبرپښتونخوا په بره دير سيمه کې هم يوه بمي چاودنه کې اووه کسان وژل شوي وؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG