لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ننګرهار،داعش سره نښته کې پينځه امريکايي عسکر ژوبل

 افغانستان کې دامريکايي او نيټو ځواکونو دکمانډر جنرال جان نکلسن خبريالانو ته ويلي دي چې ننګرهار کې دداعش په ضد دافغان او امريکايي ځواکونو دګډو عملياتو په مهال پينځه امريکايي عسکر دوړو وسلو په ډزو لګيدلي، جنرال نکولسن دا نه ده په ډاګه کړې چې دغه عسکر کله ژوبل شوي وؤ، خو پينټاګون وروستو په ډاګه کړې چې يو عسکر داتوار او نور دګل په ورځ ژوبل شوي وؤ.

افغانستان کې دلوړپوړي امريکايي کمانډر ترمخه دتندروه ډلې داعش جنګيالو سره نښته کې په ځانګړو عملياتو مامور پينځه امريکايي عسکر ژوبل شوي دي.

افغانستان کې دامريکايي او نيټو ځواکونو دکمانډر جنرال جان نکلسن خبريالانو ته ويلي دي چې ننګرهار کې دداعش په ضد دافغان او امريکايي ځواکونو دګډو عملياتو په مهال پينځه امريکايي عسکر دوړو وسلو په ډزو لګيدلي، جنرال نکولسن دا نه ده په ډاګه کړې چې دغه عسکر کله ژوبل شوي وؤ، خو پينټاګون وروستو په ډاګه کړې چې يو عسکر داتوار او نور دګل په ورځ ژوبل شوي وؤ.

جنرال نکولسن په کابل کې دخپل هيډکوارټرز څخه پينټاګون کې خبريالانو ته وويل چې ژوبل شوو عسکرو کې چاته دمرګ خطره نشته، درې عسکر په جرمني کې يو امريکايي روغتون ته وړل شوي، هغوي ښه دي او دخپلې کورنۍ سره يې خبرې کړې، مونږ يې درغيدو توقعو کوؤ.

هغه وويل چې پاتې دوه عسکر هم په افغانستان کې خپلو فرايضو ادا کولو ته ستانه شويدي.

تيره اوونۍ کابل کې ترسره شوو دوؤ ځانمرګي بريدونو کې د٨٠ؤ کسانو دوژل کيدو څخه وروستو افغان ځواکونو دداعش په ضد خپله جګړه کې چټکتيا راوستې، کابل کې دشوو بريدونو پړه داعش په غاړه اخستې وه.

جنرال نکلسن وويل چې دداعش جنګيالي اوس دجنوبي ننګرهار دغرونو په لوري شاتګ کوي.

هغه ويلي دجنورۍ په پرتله سيمه کې دداعش دجنګيالو شمير ددريوو زرو څخه پينځلس سوؤ ته راکم شوې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG