لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دداعش جنګيالي اورکزو ايجنسۍ څخه ننګرهار ته داخليږي،جنرال نکولسن


امریکا په تیرو یوولسو کلونو کې د افغانستان د هوایي ځواک پر بیرته جوړولو ۸ میلیارد ډالر مصرف کړي دي.
امریکا په تیرو یوولسو کلونو کې د افغانستان د هوایي ځواک پر بیرته جوړولو ۸ میلیارد ډالر مصرف کړي دي.

افغانستان کې دامريکا لوړپوړي جنرال جان نکولسن دعوه کړې ده چې دافغانستان ننګرهار ولايت ته دتندروه ډلې داعش جنګيالي دپاکستان دقبايلي سيمې اورکزوايجنسۍ څخه وراوړي.

ايسوسي ايټد پريس سره يوه مرکه کې جنرال جان نکولسن وويل چې داورکزوايجنسۍ څخه دداعش جنګيالي دپولې له لارې ننګرهار ته ورځي او دغه جنګيالي دتحريک طالبان پاکستان( ټي ټي پي) پخواني غړي دي.

تيره مياشت امريکايي ځواکونو دټي ټي پي يو مشر خليفه عمر منصور وژلى ؤ، پاکستاني چارواکي وايي عمر منصور په کال ٢٠١٤م کې دپېښور په ارمي پبلک سکول دترسره شوي هاغه خونړي بريد مرکزي منصوبه جوړونکى ؤ چې پکې خواوشا ١٥٠ کسان وژل شوي وؤ.

امريکايي جنرال وويل دغه بريد دترهه ګرو په ضد دامريکا دژمنې څرګندونه ده، پرته له دې چې دغه ترهه ګر دپولې کوم لوري ته خپلې هلې ځلې کوي.

نکولسن دا هم ويلي دي چې هغه په پاکستان کې دداعش دجنګيالو دموجودګۍ په معامله دپاکستان دپوځ دسرلښکر جنرال راحيل شريف سره خبرې اترې کړيدي او جنرال راحيل ورته باور ورکړى چې ددغه ډلې په ضد به دامريکا او افغانستان کيمپين کې ورګډيږي.

جنرال نکولسن وويل ختيځ ولايت ننګرهار کې دهاغو ولايتونو شميره چې پکې دداعش جنګيالي موجودګي لري دلسو څخه دريوو ته راکمه شوې ده.

جنرال نکولسن ومنله چې افغانستان کې دداعش وفادار جنګيالي په عراق او سوريه کې دداعش دمرکزي مشرتابه سره نيغ په نيغه اقتصادي، مواصلاتي او ستراتيژيکي اړيکې لري.

داعش تيره اوونۍ افغانستان کې دهزاره ورورولۍ په مظاهره کې شوو دوو ځانمرګي بريدونو کې ٨٠ کسان وژل شوي وؤ او ددغو بريدونو ذمه واري داعش په غاړه اخستې وه.

افغان پوځ دپاکستان دپولې سره نزدې ننګرهار ولايت کې دداعش په ضد دشفق په نوم عمليات پيل کړي او تيره ورځ افغان چارواکو دعوه کړې وه چې دغو عملياتو کې يې دداعش ١٢٢ جنګيالي وژلي وؤ.

دامريکايي هوايي بريدونو په ملاتړ افغان ځواکونو ننګرهار ولايت کې دتيرو څو مياشتو راهسې دداعش ځالې په نخښه کړي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG