لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د صدارت دپاره هیلري تر ټولو مناسب ده، باراک اوباما


د صدر د وینا نه وروستو د صدارت دپاره نومول شوې کاندیده هیلري کلنټن هم په سټېج راښکاره شوه هغې وینا ونه کړه خو د صدر اوباما سره په شریکه يې د خلکو نه مننه وکړه .
د صدر د وینا نه وروستو د صدارت دپاره نومول شوې کاندیده هیلري کلنټن هم په سټېج راښکاره شوه هغې وینا ونه کړه خو د صدر اوباما سره په شریکه يې د خلکو نه مننه وکړه .

د امریکا د ډیموکريټک ګوند د کنونشن غونډې ته په وینا کې صدر باراک اوباما وویل د صدارت د چوکۍ دپاره د هیلري کلنټن نه بل وړ کس نشته .

د پنسلوینیا په فلاډلفیا ښار کې د ډیموکریټک ګوند ملي کنونشن ته په وینا کې صدر باراک اوباما د خپلې انتظاميې په لاسته راوړنو رڼا واچوله او هیلري کلنټن یې داسې کاندیده وبلله څوک چې باور ساتي دا هېواد ښه دی چې کله د ټولنې د هرې ‌طبقې خلک رایوځاې شي .

صدر اوباما وويل ( سږ کال په دې ټاکنو کې ما سره یو ځاې شئ، بدګماني، مایوسي او ویره رد کړئ، هیلري کلنټن د امریکا راتلونکې ولسمشره وټاکئ او نړۍ ته وښايئ چې مونږ اوس هم د دغه ستر ملت په وعدو باوري یُو).

نوموړي په خپل وړومبي صدارت کې د خارجه وزیرې په توګه د هیلري کلنټن سره د تېر کړي وخت د تجربو یادګېرنه هم وکړه او ويې ويل چې څنګه نړیوالو چېلنجونو ته کتنه کيږي هیلري د هغو پرېکړو برخه پاتې شوې او هغه خبر ده چې د ملک فېصلې څنګه کیږي .

هغه وویل تېره اونۍ د ریپبلکن ګوند په کنونشن کې د مسلو د حل په ځاې (کرکه، تورونه او قهر) وړاندې کړی شوی دی .

صدر اوباما د ډونلډ ټرمپ په هغه کمپائن کلک انتقاد وکړو چې ويلي دي د مسلمانانو امریکې ته د داخلېدو د مخې نیولو دپاره به د هغوې مخې ته دیوال وهي .

ښاغلي صدر وویل ( هغه شعارونه او ویره وړاندې کوي او د هغه خیال دی چې په خلکو کې په ویره اچولو به ټاکنې وګټي ) .

نوموړي د ډونلډټرمپ د امریکې د بیا د ستر هېواد جوړولو په شعار هم انتقاد وکړو او وې ويل امریکا د وړاندې نه ستر هېوا دی .

د صدر د وینا نه وروستو د صدارت دپاره نومول شوې کاندیده هیلري کلنټن هم په سټېج راښکاره شوه هغې وینا ونه کړه خو د صدر اوباما سره په شریکه يې د خلکو نه مننه وکړه .

د صدر اوباما نه وړاندې مرستیال صدر جوبايډن هم کنونشن ته وینا کړې او هغه هم د ريپبلکن ګوند په صدارتي کانديد نیوکې کړي او له خلکو يې غوښتي چې په انتخاباتو کې هیلري کلنټن ته رايې ورکړي .

نوموړي ويلي ډونلډټرمپ په امریکا کې د منځنۍ طبقې دپاره د کار هیڅ پلان نه لري او هیلري کلنټن يې یوه مبارزه سیاستواله او د امریکا د صدارت دپاره غوره کاندیده وبلله .

د نهې په ورځ د ډیموکریټک ګوند لخوا د هیلري کلنټن سره د مرستیال صدارتي کاندید دپاره ټیم کين رسماً کاندید نومول شوی دی .

سبا د زیارت ورځ چې د ډیموکریټک ګوند د کنونشن اخرنۍ ورځ ده هیلري کلنټن به خپله وینا هم سبا کوي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG