لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې دامريکا پوځي مشن زر پاې ته نه رسيږي،جنرال ډنفورډ


 ديو ګډ مطبوعاتي کانفرنس په مهال دامريکا ددفاع وزير ايشټن کارټر هم وويل چې امريکا به افغان ځواکونو ته عسکري مرستې ورکول دوامداره ساتي ترڅو دهغوي دبرياليتوب باوري شي.
ديو ګډ مطبوعاتي کانفرنس په مهال دامريکا ددفاع وزير ايشټن کارټر هم وويل چې امريکا به افغان ځواکونو ته عسکري مرستې ورکول دوامداره ساتي ترڅو دهغوي دبرياليتوب باوري شي.

دامريکا دګډو ځواکونو دکميټې مشر جنرال جوزف ډنفورډ ويلي دي افغانستان کې لا عسکري مشن پاې ته نه دى رسيدلى او په نزدې راتلونکي کې به هم دغه مشن پاې ته نه رسيږي.

ديو ګډ مطبوعاتي کانفرنس په مهال دامريکا ددفاع وزير ايشټن کارټر هم وويل چې امريکا به افغان ځواکونو ته عسکري مرستې ورکول دوامداره ساتي ترڅو دهغوي دبرياليتوب باوري شي.

جنرال ډنفرډ وويل هغه فکر نه کوي چې ګنې څوک به دا تجويز ورکړي چې افغانستان کې دهغوي کار ختم شوى او نه به هم دغه کار په نزدې راتلونکي کې پاې ته ورسيږي.

تيره مياشت دامريکا ولسمشر براک اوباما امريکايي ځواکونو ته دافغان ځواکونو دملاتړ لپاره دغه هيواد کې دطالبانو او نورو تندلارو دپه نخښه کولو اجازه ورکړې وه، له دې وړاندې به دامريکايي هوايي بريدونو لمنه يواځې افغانستان کې دامريکايي پوځيانو او په سختو حالاتو کې دافغان ځواکونو تر ژغورلو محدوده وه.

دجولايي په شپږمه نيټه امريکايي ولسمشر دا اعلان هم کړى و چې امريکا به افغانستان کې دهغه دصدارت دمودې ترختميدو خواوشا اته زره او څلور سوه پوځيان ساتي.

دامريکا ددفاع وزير ايش کارټر وويل چې دنوؤ اختياراتو مقصد دجګړې روان موسم کې دافغان ځواکونو دملاتړ په اړه دامريکايي ځواکونو توان موثره کول او مضبوطول دي او زياته يې کړه چې نوي اختيارات به دا خبره باوري کوي چې افغان ځواکونه دجګړې روان موسم کې بريالي وي، هغه ومنله چې افغان ځواکونو ته اوس هم دامريکايي ځواکونو ملاتړ ترلاسه دى.

جنرال ډنفرډ وويل ولسمشر براک اوباما ته معلومه ده چې افغانستان کې ځينو سيمو کې افغان ځواکونه دتوان په اړه ځينې ستونزې لري او هم له دې امله يې افغانستان کې د٢٠١٧م پورې دځينو امريکايي پوځيانو دپاتې کولو پريکړه کړې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG