لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هیلري کلنټن امريکاکې تاريخ جوړ کړو، رسماًصدارتي کانديده شوه


د ډيموکریټک ګوند صدارتي کانديده هيلري کلنټن به د صدارت دپاره د ریپبلکن ګوند د ارب پتي ډونلډ ټرمپ سره مقابله کوي څوک چې تېره اونۍ د هغه ګوند نومولی دی .
د ډيموکریټک ګوند صدارتي کانديده هيلري کلنټن به د صدارت دپاره د ریپبلکن ګوند د ارب پتي ډونلډ ټرمپ سره مقابله کوي څوک چې تېره اونۍ د هغه ګوند نومولی دی .

د نهې په ماښام د پنسلوینیا په فلاډلفيا ښار کې د ډیموکریټک ګوند په استازو کې ۲۸۴۲ هیلري کلنټن او ۱۸۶۵ سینیټر برني سینډرز ته رايې ورکړي او دغه ډول هیلري کلنټن امریکا کې وړومبۍ ښځه جوړه شوې چې د صدارت د چوکۍ دپاره په رسمي ډول کاندیده ونومول شوه .

د بېلابیلو ریاستونو استازو د طریقه کار ترمخه په لوړو اوازونو رايې ورکولې او په دغه مهال چې برني سینډرز موجود وو وړاندیز يې وکړو چې د ‌‌طریقه کار او وخت ضايع کولو پرته دې د هیلري کلنټن د نومول کېدو اعلان وکړی شي .

د ګل په ماښام د کنونشن په وړومبۍ ورځ د ورمونټ سره تعلق لرونکي سینیټر برني سینډرز د هیلري کلنټن د ملاتړ اعلان کړی ؤ .

د ډيموکریټک ګوند صدارتي کانديده هيلري کلنټن به د صدارت دپاره د ریپبلکن ګوند د ارب پتي ډونلډ ټرمپ سره مقابله کوي څوک چې تېره اونۍ د هغه ګوند نومولی دی .

د هیلري کلنټن خاوند او پخوانی صدر بل کلنټن به د نهې په ماښام کنونشن ته وینا کوي .

د هیلري کلنټن او ټرمپ به سخته مقابله وي او ځينې جائزه رپورټونه وايي دا وخت ټرمپ د هیلري کلنټن نه لږ مخکې دی او د هغې وجه د ریپبلکن په تازه شوي کنونشن کې په ویناګانو کې کلنټن باندې نېوکې کېدل دي .

ولې د ډيموکریټس په کنونشن کې هم د ګل په ورځ ټرمپ باندې نېوکې شوي دي .

خاتون اول میشل اوباما هم په خپله وینا کې ويلي ؤ چې هیلري کلنټن یواځینۍ کاندیده ده چې هغې ته پرې باور دی او هغه کولی شي چې هغه دغه زمه وارۍ سمبال کړي او هغه د صدر جوړېدو قابله ده .

میشل اوباما په ټرمپ نېوکې کړې وې او د هغه د انتخابي نعرې (امریکا بیا عظیم ملک جوړؤ) ته ناخوښه نعره ويلي ؤ .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG