لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نړیوالې ټولنې لخوا افغانستان کې د شوؤ بریدونو سخته غندنه


نړیوالې ټولنې د بیګناه خلکو وژنه یو نه بخښونکی جرم ګڼلی
نړیوالې ټولنې د بیګناه خلکو وژنه یو نه بخښونکی جرم ګڼلی

نړیوالې ټولنې افغانستان کې د خالي په ورځ ترسره شوؤ ځانمرګي بریدونو کې د بې ګناه افغانانو د وژنې په سختو ټکو کې غندنه کړې اؤ دغه بریدونه یې د جنګي جرم برابر عمل ګرځولی.

افغانستان کې دملګرو ملتونو دمرستندويه مشن مشر تاداميچي ياماموتو يو بيان کې ويلي په ګڼ شمير کې دخلکو په ډله بريد یو نه بخښونکی اؤ ناوړه جرم دی.

دبشري حقونو ډلې ايمنسټي انټرنيشنل ويلي په پرامنه مظاهره دغه بريد دوسله والو ډلو لخوا انساني ژوند لپاره ډاګيز سپکاوى څرګندوي.

دامريکا دخارجه محکمې وياند جان کربي هم خپل يو بيان کې دکابل دبريد غندنه کړې او ويلي يې دي چې ددې وينې تويدو ذمه وار قاتلان دافغانستان دراتلونکي استازيتوب نه کوي او هغوي پخپلو حربو کې هيڅ کله نه شي بريالي کيدى.

صدارتي ماڼۍ کې يوې غونډې ته دوينا په مهال افغان ولسمشر اشرف غني بريد کې دککړو مجرمانو دقانون منګولو ته دراکش کولو ژمنه وکړه او داتوار ورځ يې دملي ماتم ورځ اعلان کړه.

دافغانستان ولسمشر اشرف غني ددغه چاودنې غندنه کړې او يلي يې دي پرامنه احتجاج دهر وګړي حق دى خو موقع پرست ترهه ګر دغه رقم بريدونه ترسره کوي او اولسي وګړو او امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اړوي

دپاکستان وزيراعظم نوازشريف هم کابل کې دشوې چاودنې غندنه کړې، خپل يو بيان کې نوازشريف ويلي چې پاکستان دهررقم ترهه ګرۍ غندنه کوي.

هغه ويلي دترهه ګرۍ دله مينځه وړلو لپاره دافغان حکومت مرستې ته چمتو دي.

دپوليسو وينا ده چې کابل کې دغه چاودنه دکابل په دهمزنګ سيمه کې شوې ده

دمظاهرې منتظم جواد نجي ددغه چاودنې په اړه خبري ادارې اى ايف پي ته ويلي” زه دخلکو دګڼې ګوڼې په مينځ کې وم چې نزدې يوه درنه چاودنه وشوه، ګڼ شمير خلک وژل شوي يا ژوبل شوي دي“

په افغان تيليويزيون ښودل شوي فوټيج او دټولنيزو رابطو په ويب پاڼو اچول شوو عکسونو کې په لويې شمير کې مړي ليدل کيږي.

کابل کې دپاورلا ين پسرکيدونکې دغه مظاهره کې هزاره سياسي مشرانو ګډون کړى، دمارچ په مهال مظاهرينو دافغان ولسمشر اشرف غني او چيف ايګزيکټيو عبدالله عبدالله په ضد نعرې وهلې او ويل يې چې ټول افغانان يو دي.

دروغتيا دوزارت وياند محمد اسماعيل وينا ده چې مړه او ژوبل کسان روغتون ته رسول شويدي.

دغه مظاهرينو دترکمانستان څخه کابل پورې دغوړول کيدونکي پينځوو سو کلو واټو دبجلۍ دټرانسميشن لاين دهاغو دوو ولايتونو څخه دتيرولو غوښتنه کوله چرته چې په ګڼ شمير کې هزاره ورورولي ميشته ده.

خو حکومت دريځ لري چې ددغه لارې څخه دټرانسميشن لا ين تيرولو کې به نه يواځې دا چې دمنصوبې په لګښت دلکونو ډالرو اضافه کيږي بلکې ددې بشپړيدو کې به هم څو کلونه وخت لګيږي کوم چې دانرژۍ دسخت ضرورت لرونکي دغه هيواد لپاره مناسبه نه ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG