لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل څخه تښتول شوې هندي ښځه راخوشې شوې


 دهند دبهرنو چارو وزيرې سشما سوراج دټولنيزو رابطو په ويب پاڼه ټويټر ديو پيغام له لارې پخلى کړى چې جوډتهـ ډي سوزا اوس ازاده ده او تر ماښامه به خپل هيواد ته ورسيږي.
دهند دبهرنو چارو وزيرې سشما سوراج دټولنيزو رابطو په ويب پاڼه ټويټر ديو پيغام له لارې پخلى کړى چې جوډتهـ ډي سوزا اوس ازاده ده او تر ماښامه به خپل هيواد ته ورسيږي.

افغانستان کې تيره مياشت تښتول شوې يوه هندي کارکوونکې زنانه دخالي په ورځ راخوشې کړل شوې ده.

دهند دبهرنو چارو وزيرې سشما سوراج دټولنيزو رابطو په ويب پاڼه ټويټر ديو پيغام له لارې پخلى کړى چې جوډتهـ ډي سوزا اوس ازاده ده او تر ماښامه به خپل هيواد ته ورسيږي.

خو دهند دبهرنو چارو وزيرې دډي سوزا دراخوشې کړل کيدو په اړه نور جزئيات مخې ته نه دي راوړي.

٤٠ کلنه جوډتهـ ډي سوزا ديرشو هيوادونو کې دتعليم او روغتيا څانګو کې دمرستې کوونکې بين المللي ډلې اغا خان فاؤنډيشن لپاره کار کوي

او هغه په نهم جون کابل کې دخپل دفتر څخه بهر تښتول شوې وه.

دغه ډله دکال ٢٠٠٢م راهسې افغانستان کي دکليوال پرمختګ، روغتيا او تعليم لپاره کار کوي،ډي سوزا ديو کال راهسې دغه ډلې سره تړلې وه.

دهغې خور اګنس ډي سوزا خبريالانو ته ويلي دجوډتهـ په راخوشې کيدو دحکومت او بهرنو چارو دوزيرې سشما سوراج مننه کوي.

افغانستان کې اکثره دامدادي کارکوونکو او نورو هيوادونو دوګړو دتښتول کيدو پېښې رامينځته کيږي او دغو پيښو کې دتندلارو ترڅنګ جرايم پيشه ډلې هم شاملې وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG