لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کويټه،بمي چاودنه کې شپږ کسان ژوبل شوي

دسيمه ييزو پوليسو يو مشر( ايس ايس پي) سيد نديم په دې اړه ميډيا سره خبرو کې ويلي چاؤدنه کې خواوشا دوه کلو ګرامه بارودي مواد کارول شوي کوم چې دسړک په غاړه يو پايپ کې ايښودل شوي وؤ، دچاؤدنې له امله ګڼو ګاډو ته هم زيان رسيدلى.

دپاکستان دناقراره ايالت بلوچستان دسرښار کويټې په سرياب روډ دسړک دغاړې يوه بمي چاؤدنه کې ددريوؤ ماشومانو په ګډون لږ ترلږه شپږ کسان ژوبل شويدي.

دسيمه ييزو پوليسو يو مشر( ايس ايس پي) سيد نديم په دې اړه ميډيا سره خبرو کې ويلي چاؤدنه کې خواوشا دوه کلو ګرامه بارودي مواد کارول شوي کوم چې دسړک په غاړه يو پايپ کې ايښودل شوي وؤ، دچاؤدنې له امله ګڼو ګاډو ته هم زيان رسيدلى.

دچاؤدنې وروستو سيمې ته په ګڼ شمير کې امدادي کارکوونکي اؤ پوليس رسيدلي او ژوبل کسان دعلاج لپاره هسپتال ته رسول شوي دي.

دتيرو څو مياشتو راهسې کويټه کې په امنيتي ځواکونو او اولسي وګړو بمي چاؤدنو کې اضافه راغلې ده.

په ٢٥م جون هم دکويټې په عالمو چوک کې يوه بمي چاؤدنه کې پينځه کسان وژل شوي او ٢٨ نور ژوبل شوي وؤ.

همدغه راز په ١٩مه مئ دکويټې مشرقي بايي پاس سيمه کې يوه بمي چاودنه کې يو پوليس وژل شوى او اووه نور ژوبل شوي وؤ.

ځانګړې ویډیوګانې

د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG