لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان : عملياتو کې دداعش اؤ طالبانو ٥٧ جنګيالي وژل شوي


 د٢٠١ سيلاب ځواکونو وياند شيرين اغافقيري په دې اړه افغان خبرې ادارې پژواک ته ويلي په بنډار سيمه کې تيره شپه ترسره شوو هوايي بريدونو کې دتندروه ډلې داعش ٣٥ جنګيالي وژل شوي
د٢٠١ سيلاب ځواکونو وياند شيرين اغافقيري په دې اړه افغان خبرې ادارې پژواک ته ويلي په بنډار سيمه کې تيره شپه ترسره شوو هوايي بريدونو کې دتندروه ډلې داعش ٣٥ جنګيالي وژل شوي

دزيارت په ورځ افغان چارواکو ويلي دي دافغانستان دختيځ ولايت ننګرهار په اچين اولسوالۍ کې دافغان او امريکايي ځواکونو هوايي بريدونو کې دداعش ٣٥ اؤ دطالبانو ٢٢ جنګيالي وژل شويدي.

د٢٠١ سيلاب ځواکونو وياند شيرين اغافقيري په دې اړه افغان خبرې ادارې پژواک ته ويلي په بنډار سيمه کې تيره شپه ترسره شوو هوايي بريدونو کې دتندروه ډلې داعش ٣٥ جنګيالي وژل شوي او ١٨ نور ژوبل شويدي، دهغه وينا وه چې په دغه مهال په دروندمقدار کې دوسلو ذخيرې هم تباه کړل شويدي.

همدغه راز دننګرهار دوالي وياند عطاء الله خوګياڼي ويلي دي چې داچين په يوه لرې پرته سيمه کې يو امريکايي ډرون بريد کې ١٥ طالبان وژل شوي او اووه نور طالبان په خوګياڼي اولسوالۍ کې امنيتي حواکونو سره نښته کې وژل شوي دي.

دافغان چارواکو ددغو دعوؤ په اړه دطالبانو اؤ داعش له لوري تردې دمه څه نه دي ويل شوي.

له دې وړاندې هم دافغانستان په بيلا بيلو برخو کې دافغان ځواکونو لخوا دداعش په ضد عمليات ترسره شوي چې پکې دافغان ځواکونو لخوا دلسګونو داعش دجنګيالو دوژل کيدو دعوې شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG