لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دافغان کډوالو وطن ته ستنيدو کې دې نړيواله ورورولي مرسته وکړي،درې اړخيزه غونډه


غونډه کې دافغانستان دکډوالو دچارو وزير حسين علمي بلخي او دپاکستان دسرحدي چارو دوزير عبدالقادر بلوچ ترڅنګ دملګرو ملتونو دکډوالو دادارې پاکستان او افغانستان کې استازو ګډون کړيدى.
غونډه کې دافغانستان دکډوالو دچارو وزير حسين علمي بلخي او دپاکستان دسرحدي چارو دوزير عبدالقادر بلوچ ترڅنګ دملګرو ملتونو دکډوالو دادارې پاکستان او افغانستان کې استازو ګډون کړيدى.

پاکستان، افغانستان او دملګرو ملتونو دکډوالو ادارې دنهې په ورځ يوه درې فريقي غونډه کې په نړيوالې ورورولۍ زور راوړى چې پاکستان څخه دې دافغان کډوالو دستنيدو دعمل بشپړيدو کې مرسته وکړي.

دغه درې فريقي غونډه داسلام اباد سره نزدې دسيلګرۍ په مقام بهوربن کې ترسره شوې ده.

غونډه کې دافغانستان دکډوالو دچارو وزير حسين علمي بلخي او دپاکستان دسرحدي چارو دوزير عبدالقادر بلوچ ترڅنګ دملګرو ملتونو دکډوالو دادارې پاکستان او افغانستان کې استازو ګډون کړيدى.

غونډه کې پريکړه شوې چې پاکستان کې دميشتوؤ افغان کډوالو رضاکارانه او په درناوي سره ستنيدل ددغه ستونزې ترجيحي هوارى دى.

دملګرو ملتونو دکډوالو دادارې (يو اين ايچ سي ار) لخوا دجاري شوي بيان ترمخه دپاکستان له لوري دغه هيواد کې دميشتوو اندراج شوؤ افغان کډوالو اوسيدو کې دسږکال ٣١م دسمبر پورې دپراختيا په تړون هم دريواړو خواؤ لاسليکونه کړيدي.

دملګرو ملتونو دکډوالو دادارې، پاکستان او افغانستان ددرې اړخيزه تګلارې لاندې دکال ٢٠٠١ء څخه پاکستان څخه ٣٩ لکو څخه زيات افغان کډوالو خپل وطن ته ستانه شويدي.

خو اوس هم پاکستان کې ١٥ لکه اندراج شوي افغان کډوال ميشته دي او هم په دغه هومره شميره کې غيراندراج شوي کډوال هم ميشته دي دکومو کوايف چې پاکستان کې درج نه دي او دپاکستان حکومت پاکستان کې دهغوي اوسيدل غيرقانوني ګرځوي او په ضد يې کارروايۍ کوي.

ددرې فريقې غونډې څخه وروستو دجاري شوي بيان ترمخه پاکستان کې دملګرو ملتونو دکډوالو دادارې مشر اندريکا راتاويويلي وطن ته دستنيدونکو افغان کډوالو لپاره دامدادي رقم سيوا کولو سره به دغو کسانو ته پخپله ټولنه کې ضم کيدو کې مرسته ترلاسه شي، هغه په دې خبره زور راوړى چې دترقياتي چارو په اړه دې نور عناصر هم خپلې مرستې وغځوي ترڅو دکډوالو ستنيدل باثباته کړى شي.

په ډاګه دې وي چې اوس اوس ديو اين ايچ سي ار له لوري افغانستان ته دبيرته تلونکو کسانو لپاره امدادي رقم ددوؤ سوؤ ډالرو څخه څلورو سوؤ ډالرو ته سيوا کړل شوى.

درې فريقي غونډه کې شريک دپاکستان درياستونو او سرحدي چارو وزير عبدالقادر بلوچ دافغانستان دحکومت او ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې سره په ګډه دکډوالو درضاکارانه او په حفاظت سره ستنيدو لپاره دخپل حکومت پخه اراده څرګنده کړې ده.

هغه دې لړ کې دافغان حکومت دتګلارې ستاينه کړې خو ددې ترڅنګ يې په دې خبره زور راوړى چې په رضاکارانه توګه افغانستان ته دستنيدونکو کسانو لپاره دې دپاکستان دحکومت لخوا په جوړې کړل شوې تګلارې عمل درامد لپاره سمدستي، او دعمل جوګه ګامونه واخلي.

پاکستاني وزير په بين المللي ورورولۍ زور راوړى چې ددغه تګلارې دګټورې جوړولو لپاره دې دافغان حکومت مرسته وکړي.

دکډوالو وطن ته دستنيدو افغان وزير سيد حسين عليمي بلخي وطن ته دستنيدونکو لپاره دسازګار ماحول په پيدا کولو په ارزښت ټينګار کړى او ويلي يې دي چې دې لړ کې به منصوبې ته دسږکال ستمبر پورې غوڅ شکل ورکولى شي.

هغه ويلي داقتصادي فشار باوجود دلکونو افغان کډوالو ددريوؤ لسيزو څخه دزياتې مودې راهسې په ميلمستيا کولو دپاکستان دحکومت او اولس مننه ادا کوي.

افغانستان کې دملګرو ملتونو دکډوالو دادارې استازي مايا امراټنګا ويلي دکډوالو وطن ته ستنيدل، دهغوي داوسيدلو دباثباته کولو او بيا دکومې بلې کډوالې څخه دژغورل کيدو لپاره دبين المللي ورورولۍ ملاتړ ډير مهم دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG