لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان: د ملګي وګړو مرګ ژوبلې ۱۷.۸ فيصده سېوا شوي


د کمېشن د کلني رپورټ ترمخه په مجموعي ډول ۹۴۳۱ عامو ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوختې چې پکې ۳۱۲۹ وژل شوي او۶۳۰۲ ژوبل شوي دي .
د کمېشن د کلني رپورټ ترمخه په مجموعي ډول ۹۴۳۱ عامو ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوختې چې پکې ۳۱۲۹ وژل شوي او۶۳۰۲ ژوبل شوي دي .

د افغانستان د بشري حقونوخپلواک کمېشن ويلي په تېر ۱۳۹۴ لمريزکال کې په دغه هېواد کې د ناامنيو په بېلابيلو پېښو کې ۳۱۲۹ عام ملکي وګړي وژل شوي دي .

د کمېشن د کلني رپورټ ترمخه په مجموعي ډول ۹۴۳۱ عامو ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوختې چې پکې ۳۱۲۹ وژل شوي او۶۳۰۲ ژوبل شوي دي .

د بشري حقونو د خپلواک کمېشن مشرې سيماسمر په کابل کې ميډيا ته دغه رپورټ وړاندې کړی او ويلي يي دي چې د کال ۱۳۹۴ په بهير کې د افغانستان په نيمو ولايتونو کې عملاً جګړې وې، ځکه د ملکي وګړو تلفات زيات شوي او بشري حقونه د پښو لاندې شوي دي .

سمر ويلي په ژوبل شوؤ کې ۴۶۴۲ سړي، ۷۷۵ښځې او ۱۱۱۶ ماشومان شامل دي .

اغلې سمر ويلي د ۱۳۹۳لمريز کال په پرتله تېر کال په هېواد کې ښځو ته اوښتي تلفات ۳۶.۸ فيصده سېوا شوي دي .

د بشري حقونو د کېمشن د رپورټ ترمخه چې په اوختوټولو ملکي تلفاتو کې ۷۲ فيصده وژنې د حکومت د مخالفه وسله والو طالبانو، حقاني شبکې، القاعده او داعش د لاسه شوي دي ، چې د دغو وژنو شمېره ۲۲۹۴ او ژوبلو شمېره ۴۴۷۶ جوړيږي .

دغه رنګ د افغانستان د ملکي ځواکونو د لاسه ۹ فيصده تلفات اوختي دي، د ملکي ځواکونو د لاسه ۲۶۸ کسان وژل شوي دي . دغه رنګ د نامعلومو وسله والو د لاسه ۱۹ فيصده تلفات اوختي ۵۶۳ کسان يې وژلي او ۱۱۸۷ يې ژوبل کړي دي .

د رپورټ ترمخه په تير کال کې ۳۲۱۴ ملکي وګړو ته په ځانمرګو بريدونو کې مرګ ژوبله اوختې ، ۷۸۱ کسان پکې وژل شوي دي او له دې وړاندې کال په پرتله دا شمېره ۵۶فيصده سېوا شوې ده .

رپورټ کې وئيل شوي چې ۹۰ کسان تښتول شوي چې له جملې څخه يې ۲۲ تنه وژل شوي او پينځه داسې دي چې درک يې نه دی معلوم شوی .

د بشري حقونو خپلواک کمېشن په خپل رپورټ کې په افغانستان کې د نا امنیو پر زیاتېدو ژوره اندېښنه څرګنده کړې او له فرېقېنو یې غوښتي، چې د ملکي کسانو د ژوند خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي او د جګړې پر مهال نړیوال منل شوي اصول خپل کړي .

سيما سمر ويلي د تلفاتو د مخنيوي دپاره حکومت يو بورډ جوړ کړی او طالبانو هم په يوه اعلاميه کې ويلي چې دملکي خلکو د مرګ ژوبلې مخه ونيول شي خو عملاً په دې برخه کې ښه والی نه دی راغلی .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG