لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اردوان د پوځي کودتاه تور په "ګولن تحريک" لګولی


د ګولن تحريک مشر فتح الله ګولن دا خبره رد کړې ده چې د ترکي د حکومت نسکورولو په شا د هغه لاس دی او هغه د دې هڅو غندنه کړې ده .
د ګولن تحريک مشر فتح الله ګولن دا خبره رد کړې ده چې د ترکي د حکومت نسکورولو په شا د هغه لاس دی او هغه د دې هڅو غندنه کړې ده .

د ترکي صدر رجب طيب اردوان تور لګولی چې د پوځ د يوې ډلې لخوا د کودتاه مشري د حکومت مخالفه ګولن تحريک کړې ده ولې د تحريک مشر فتح الله ګولن دغه تور رد کړی دی .

د ګولن تحريک مشري د ترکي يو مذهبي مشر فتح الله ګولن کوي څوک چې د يوې لسيزې راهسې د امريکې په پنسلوينيا رياست کې د خودساخته جلاوطنۍ ژوند کوي .

د پوځي کودتاه وروستو د ترکي صدر خپله وينا کې ويلي ؤ چې " ترکي داسې ملک نه دی چې پنسلوينيا کې ناست کس يې وچلوي" .

راپورونه وايي د ګولن تحريک مشر فتح الله ګولن دا خبره رد کړې ده چې د ترکي د حکومت نسکورولو په شا د هغه لاس دی او هغه د دې هڅو غندنه کړې ده .

ګولن تحريک ته حزمت هم وئيل کيږي .

هغه ويلي چې د پينځه لسيزو راهسې يو سړی په خپله د پوځي بغاوتونو اغېزمن وي د هغه دپاره دا څومره د بې غزتۍ خبره ده چې د پوځي کودتاه د هڅې تور پرې ولګي، هغه ويلي د دغو تورونو رد کوم .

نوموړي دا هم ويلي چې حکومت د پاکو او سوتره انتخاباتو د لارې اخستل پکار دي نه چې د زور د لارې .

ګولن تحريک څو کاله وړاندې د صدر رجب طيب اردوان پلوي وو او دغه تحريک په ترکي کې خپل اثر او نوم لري . ولې په کال ۲۰۱۳م کې د صدر اردوان د ځينو نزدې ملګرو او کورنۍ سره تعلق لرونکو کسانو باندې د درغليو د تورونو لګېدو او پلټنو کولو پس د ګولن تحريک او واکمنه ډلې ترمنځ اړيکې ترينګلې شوې وې .

اردوان تور لګولی ؤ چې د ګولن تحريک سره اړونده چارواکي په دغه کار کې لاس لري او په امريکا کې مېشت د خپل مشر په وينا د حکومت بدنامولو او کمزوري کولو هڅه کوي .

د دغه پېښې وروستو د ترکي حکومت د ګولن تحريک سره اړونده په زرګونو سرکاري نوکران د دندو څخه لرې کړي په لسګونو يې نيولي او په ضد يې مقدمې درج کړې وې .

بل لور ته د ګولن تحريک پلويان وايي د ترکي صدر اردوان يو آمر دی او د هغه د حکومت د درغليو په ډاګه کولو په سر هغه دګولن تحريک په ضد انتقامي ګامونه پورته کوي او هدف يې جوړوي .

د تېرو څو کالو راهسې په امريکا کې د خودساخته جلاوطنۍ ژوند کوؤنکی ۷۵ کلن فتح الله ګولن اوس هم په ترکي کې مقبول دی .

ګولن تحريک ته حزمت هم وئيل کيږي . دا تحريک د بېلابيلو مذهبونو ترمنځ د مذهبې يووالي يا مذهبونو ترمنځ د کرکې لرې کولو په خبره زور راوړي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG