لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ولسمشر اوباما وايي ترکي کې دې دجمهوري حکومت ملاتړ وکړى شي


دجمعې په ورځ دملي امنيت په اړه دخپلو مشاورانو سره دليدنې څخه وروستو جاري کړي يو بيان کې ولسمشر براک اوباما ترکي کې په ټولو ټينګار کړى چې دزغم څخه دې کار واخلي او دتشدد او وينې تويدو څخه دې ډډه وکړي.
دجمعې په ورځ دملي امنيت په اړه دخپلو مشاورانو سره دليدنې څخه وروستو جاري کړي يو بيان کې ولسمشر براک اوباما ترکي کې په ټولو ټينګار کړى چې دزغم څخه دې کار واخلي او دتشدد او وينې تويدو څخه دې ډډه وکړي.

دامريکا ولسمشر براک اوباما ترکي کې دپوځ لخوا په اقتدار دقبضې کولو دهڅې په تناظر کې په ټولو خواو ټينګار کړى چې په جمهوري توګه دټاکلي ترک صدر رجب طيب اردوان دحکومت ملاتړ دې وکړي.

دجمعې په ورځ دملي امنيت په اړه دخپلو مشاورانو سره دليدنې څخه وروستو جاري کړي يو بيان کې ولسمشر براک اوباما ترکي کې په ټولو ټينګار کړى چې دزغم څخه دې کار واخلي او دتشدد او وينې تويدو څخه دې ډډه وکړي.

ترکي کې دجمعې په ورځ ناوخته دترک پوځ يوې ډلې دحکومت دتختې اړولو هڅه کړې وه، خو دغه هڅه ناکامه شوې او په سلګونو پوځيان نيول شوي دي.

په دغه مهال دترک ولس لخوا ددغه بغاوت په ضد سخت مخالفت مخې ته راغلى او په لويې شمير کې خلک ددې په ضد سړکونو ته راوتلي، خلکو پوځي ټينکونه او ګاډي په شاتګ مجبور کړيدي.

ترک صدر دهغه دحکومت دتختې اړولو ددغه کوشش په ضد اولس ته سړکونو ته دراوتلو وينا کړې وه.

ترکي دترهه ګرۍ دمخنيوي جګړه کې دامريکا نزدې ايتلافي هيواد دى او اوس اوس عراق او شام کې دداعش دپه نخښه کولو لپاره امريکايي ځواکونو دترکي انجرلک فضايي اډه کارولې وه.

صدر اوباما دبهرنو چارو وزيرجان کيري سره دترکي په صورتحال خبرې هم کړي څوکچې په بيلا بيلو چارو روسي چارواکو سره خبرو لپاره دا مهال دماسکو په سفر دى.

له دې وړاندې جان کيري هم يو بيل بيان کې ويلي وو چې امريکا دترکي دصورتحال جاج اخلي او په دې سخته انديښنه لري.

هغه خپل ترک سيال ميوت کاوسوګلو سره ټيليفوني خبرې هم کړي او ورته يې باور ورکړى چې امريکا به دترکي دمنتخب جمهوري، غيرپوځي حکومت او جمهوري ادارو بشپړ ملاتړ کوي.

دامريکا ددفاع محکمې يو بيان کې ويلي ترکي کې دخپلو پوځيانو، تنصيباتو، وګړو او کورنو دتحفظ لپاره ټول مناسب ګامونه اخلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG