لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ديوولسم ستمبر بريدونه : دکميسيون دراپور"٢٨" پاڼې جاري


ګراهم په يو بيان کې ويلي په دې پاڼو کې معلومات دترهه ګرو،سعودي دبادشاهت، خيراتي ادارو او نورو سعودي شراکت دارانو ترمينځ اړيکه تجويز کوي.
ګراهم په يو بيان کې ويلي په دې پاڼو کې معلومات دترهه ګرو،سعودي دبادشاهت، خيراتي ادارو او نورو سعودي شراکت دارانو ترمينځ اړيکه تجويز کوي.

دامريکايي استخباراتي ادارو له لوري دتصحيح کيدو څخه وروستو دامريکايي ايوان استخباراتي کميټۍ يو اوږددستاويز جاري کړى چې پکې دسعودي عرب او هاغو تښتونکوترمينځ دشکمنو اړيکو تفصيلات بيان شوي کومو چې امريکا کې ديوولسم ستمبر کال ٢٠٠١ء بريدونه ترسره کړي وؤ.

ددغو ٢٨و پاڼو دستاويزا په اړه تر اوږدې مودې دا بحث روان ؤ چې ايا دا عام کړى شي که نه؟، دناين اليون دپيښې ځپلو کورنو او ځينو قانون سازانو ددې دجاري کولو لپاره هڅې کړې وې او تور يې لګولى و چې حکومت ديوولسم ستمبر حملو کې دسعودي عرب دممکنه اړيکو دپټولو هڅې کړې، دغو بريدونو کې د١٩ؤ تښتونکو څخه ١٥ دسعودي عرب وګړي وؤ.

په دغو جاري کړل شوو پاڼو کې چې دناين اليون دبريدونو څخه وړاندې امريکا کې دپاتې شوو سعودي عرب دکومو وګړو نومونه شامل دي، دهغوي څخه ايف بي ايي او سي ايي اى پلټنې کړيدي.

دناين اليون کميسيون راپور وايي داسې کوم ثبوت ورته نه دى ترلاسه شوى چې ګنې دسعودي عرب حکومت ديوې ادارې په توګه يا دسعودي لوړپوړو چارواکو په انفرادي توګه القاعده ته مرستې ورکړي

الينر.جى.هل چاچې دکانګريس دپلټنو دسټاف ډايريکټر په توګه خدمات ترسره کړي وايي خلک فکر کوي چې نتيجې به وويني،هغه وويل خلکو ته چې څه ياد ساتل پکار دي نو هغه دا دي چې دا اطلاعات دقانون پځايې کونکو ادارو استخباراتي ادارو په فايلونو کې موندل شوي

پخواني سناتور باب ګراهم ، چاچې دهاغه کميټۍ مشري کړې کومې چې پلټنې ترسره کړي او په سپينې ماڼۍ يې ددې پاڼو دجاري کولو لپاره ټينګار کولو، وايي هغه په دې خبره ډير خوشحاله دى چې دا دستاويزات جاري شول.

ګراهم په يو بيان کې ويلي په دې پاڼو کې معلومات دترهه ګرو،سعودي دبادشاهت، خيراتي ادارو او نورو سعودي شراکت دارانو ترمينځ اړيکه تجويز کوي.

دهغه وينا وه فکرونه يې دهاغو خلکو سره دي کومو چې کال ٢٠٠١ کې دستمبر په بدبخته ورځ دخپلو کورنو غړي او ملګري بايللي.

همدغه شان دايوان داستخباراتي کميټۍ ډيموکريټک استازي ايډم بي کيلف يو بيان کې ويلي هغه هيله لري چې ددې پاڼو جاري کولو سره به دا اندازه ختمه شي چې ګنې( دې پاڼو کې) داسې ثبوت شته چې ګنې دسعودي عرب حکومت يا دسعودي کوم بل لوړپوړى چارواکى دناين اليون بريدونو کې ککړ دى.

سناتور چارلس اي شمر ويلي ددې پاڼو دجاري کولو مطلب دا دى چې ځپل شوې کورنۍ به اوس عدالت ته دتللو او دتښتونکو دشکمن ملاتړ پسر دسعودي په حکومت دمقدمې چلولو جوګه وي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG