لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نبيل له ترهګرو سره د پاکستان د اړيکو اسناد ښکاره کړي


رحمت الله نبيل د تېر کال دسمبر په مياشت کې صدر اشرف غني سره د اختلافاتو په سر د خپل څوکۍ نه استعفی ورکړې وه .
رحمت الله نبيل د تېر کال دسمبر په مياشت کې صدر اشرف غني سره د اختلافاتو په سر د خپل څوکۍ نه استعفی ورکړې وه .

د افغانستان د استخباراتي ادارې پخواني مشر رحمت الله نبيل ځيني اسناد ښکاره کړي او په دغو اسنادو کې نوموړي ادعا کړې چې پاکستان په افغانستان کې دننه د بريدونو کوؤنکو ډلو سره اړيکې لري .

رحمت الله نبيل د تېر کال دسمبر په مياشت کې صدر اشرف غني سره د اختلافاتو په سر د خپل څوکۍ نه استعفی ورکړې وه .

نبيل ويلي ځکه يې دغه اسناد خپاره کړي چې خلک د حالاتو نه خبر شي .

وايس اف امريکا په ازاده توګه دغه اسناد نه شي تائيدولی .

په دغو اسنادو کې د يو داسې خط لېږلو ادعا شوې چې د پاکستان د استخباراتي ادارې (ائي اېس ائي) د مرکزي دفتر څخه لېږل شوی په دې خط کې د کابل په هوايي ډګر باندې بريد کې ککړو وسله والو يا د هغو کورنو ته د پېسو ورکولو وئيل شوي دي .

يو بل خط چې د کال ۲۰۱۴م د اګست په مياشت کې د پاکستان د پوځ دننه استخباراتي ادارې (ملټري انټيليجنس، اېم ائي) اسلام اباد سره جوخت پروت ښار راولپنډۍ کې خپل مرکز ته لېږلی، او په دې خط کې يې مرکز خبر کړی چې اړونده څانګه په دې کار کوي چې پېښور کې هغو افغان طالبانو له خوندي کورنو وګوري څوک چې په شمالي وزيرستان کې دي او دوې په جون ۲۰۱۴م کې دغه سيمه د پوځي عملياتو په پايله کې پرېږدي .

دغه ادارې هم په دې ډول يو بل خط خپل مرکز ته لېږلی او خبروي يې چې د حقاني ډلې ځينې کمانډران شمالي قبايلي سيمې ته د پوځ په کاروان کې روزنې له لېږل کيږي، دغه خط د مارچ په ۱۹م کال ۲۰۱۵م کې لېږل شوی چې کله په شمالي وزيرستان کې د پوځي عملياتو نزدې نهه مياشتې وروستو لېږل شوی د ی .

د امريکې خارجه محکمې حقاني نېټ ورک ترهګره ډله ګرځولې ده .

دغه رنګ يو بل خط دی چې د ائي اېس ائي د خېبرپښتونخوا صوبې د نوښار دفتر ته لېږل شوی مرکز پکې اړونده څانګو ته هدايات ورکړي چې د حقاني نېټ ورک وسله وال د پوځ په کاروان کې د ميران شاه، ټوچي او ميرعلي سيمو ته منتقل کړی شي، د دوې او د کورنو يې کلک حفاظت ورکړی شي .

د افغان صدر اشرف غني دفتر د دغو تورونو په اړه څه نه دي ويلي او پاکستاني چارواکو پرې د څه وئيلو نه ډډه کړې ده .

اسلام اباد تل ويلي په افغانستان کې د سولې او ثبات پلوي دی خو د افغانستان د لوري په پاکستان داسې تورونه لګي چې په خپله خاوره هغه وسله والو ډلو ته خوندي ځاې ورکوي کومې چې په افغانستان کې دننه د ترهګرۍ عمليات کوي .

خو پاکستان دغه تورونه ردوي او دغه ډول تورونه لګوي چې د پوځي عملياتو څخه تښتېدلي وسله وال افغانستان لوري ته اوختي او په پاکستان کې د ترهګرۍ دپاره د افغانستان خاوره کاروي .

دواړه ګاونډي هېوادونه تل دا خبره تکراروي چې خپله خاوره به د بل په ضد کارېدونه نه پرېږدي .

ولې د تېرې يوې مودې نه په يو بل د تورونو لګولو د سلسلې، د افغان سولې عمل کې د پاکستان په کردار نيوکو او په وروستيو کې د تورخم په پوله د نښتې سره د دواړو ملکونو اړيکې ترينګلې دي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG