لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرل راحيل د١٢ؤ ترهه ګرو دمرګ دسزا پخلى کړى


 دپاکستاني پوځ دمطبوعاتي څانګې ايي ايس پي ار ترمخه دغه ټول ترهه ګر په پوځ، اولس، قانون پځايې کوونکو ادارو او سکولونو بريدونو کې ککړوؤ اؤ پوځي عدالتونو ورته دجرمونو په ثابتيدو دمرګ سزاګانې اورولي دي.
دپاکستاني پوځ دمطبوعاتي څانګې ايي ايس پي ار ترمخه دغه ټول ترهه ګر په پوځ، اولس، قانون پځايې کوونکو ادارو او سکولونو بريدونو کې ککړوؤ اؤ پوځي عدالتونو ورته دجرمونو په ثابتيدو دمرګ سزاګانې اورولي دي.

دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف دپاکستاني طالبانو او تندروه ډلې لشکرجهنګوي د١٢ؤ ترهه ګرو دمرګ دسزا پخلى کړى دى.

دپاکستاني پوځ دمطبوعاتي څانګې ايي ايس پي ار ترمخه دغه ټول ترهه ګر په پوځ، اولس، قانون پځايې کوونکو ادارو او سکولونو بريدونو کې ککړوؤ اؤ پوځي عدالتونو ورته دجرمونو په ثابتيدو دمرګ سزاګانې اورولي دي.

دکومو ترهه ګرو دمرګ دسزا چې دپوځ سرلښکر پخلى کړى په هغوي کې محد اصف دانور حسين ځوې، شهادت دانور حسيناو ياسين دمحمد يارحسين ځوې شامل دي ، هغوي دلشکرجهنګوي فعاله کارکوونکي وؤ او په اولسي وګړو او امنيتي ځواکونو بريدونو کې ککړ وؤ، هغوي څخه چاوديدونکي مواد هم ترلاسه شوي وؤ.

همدغه راز محمد طيب داميرزاده ځوې دطالبانو فعاله غړى و او هغه ته په پوځيانو او اولسي وګړو دبريدونو ددريووتورونو په اساس دمرګ سزا اورول شوې ده.

همدغه راز سيد اکبر دلائيبر خان ځوې او محمد اياز دمحمد جان ځوې هم دطالبانو غړي ګرځول شوي اودپوځ لخوا ويل شوي چې هغوي په امنيتي ځواکونو بريدونو کې ککړ وؤ چې پکې ګڼ عسکر وژل شوي او ددواړو څخه دچاوديدونکو موادو لاسته دراوړل کيدو دعوه هم شوې ده.

برکت علي دعبدالغفار ځوې هم دطالبانو فعاله غړى ګرځول شوى او دپوځ ترمخه هغه داولسي وګړو وژنه کې ککړ وؤ، هغه څخه هم چاؤديدونکي مواد ترلاسه شوي دي.

عزيز رحمان دعبدالجلال ځوې هم دطالبانو فعاله غړى و او په قانون پځايې کوونکو ادارو بريدونو کې ککړ بلل شوى، دهغه يو بريد کې دپوليسو سپاهي وژل شوى، پوځ وايي عزيز الرحمان دريموټ کنټرول بم له لارې ددوکانونو تباه کولو پيښه کې هم ککړ ؤ.

همدغه شان حسين ډار دمحمد رحيم، اسحاق دعبدالحۍ ا، بهرام شير دخيران ځوې هم دطالبانو فعاله غړي ګرځول شوي او پوځ وايي چې هغوي په پوځ، قانون پځايې کوونکو ادارو، اولسي وګړو او دجينکو په سکولونو بريدونو کې ککړ وؤ چې پکې دپوليسو دسپاهيانو او جونيئر کميشنډ افسرانو په ګډون ګڼ کسان وژل شوي او ژوبل شوي او هغوي دپوځي عدالت په وړاندې دخپلو جرمونو اعتراف کړى.

دپوځ سرلښکر سږکال دمارچ په مياشت کې هم دطالبانو د١٣ؤ ، دفرورۍ په مياشت کې د١٢ؤ او جنورۍ په مياشت کې د٩ؤ ترهه ګرو دمرګ دسزا پخلى کړى و.

پېښور کې دکال ٢٠١٤م په ۱۶م دسمبر ارمي پبلک سکول باندې د طالبانو حمله کې د ۱۳۳ ماشومانو په ګډون د ۱۴۹ کسانو د وژنې وروستو پاکستان کې د ترهګرۍ د مقدمو د اورېدونو لپاره پوځي عدالتونه جوړ کړى شوي وو.

پاکستان کې ددغو پوځي عدالتونو په جوړول کيدو دقانون پوهانو او بشري حقونو دډلو له لوري نيوکې شوې وې ، دبشري حقونو ډلو ويلي وو پاکستان دوړاندې څخه دترهه ګرۍ دمخنيوي او عامو عدالتونو موجودګۍ کې پوځي عدالتونو جوړولو ته ضرورت نشته خو دپاکستان حکومت بيا دريځ لري چې هيواد يې دغيرمعمولي حالاتو سره مخ دى نو ځکه دمخنيوي لپاره يې هم غيرمعمولي ګامونو ته اړتيا ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG