لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داعش د عمر الشيشاني د وژنې پخلی کړی


الشيشاني د ګرجستان (جارجيه) تبع ؤ، له دې وړاندې هغه د جارجيه د پوځ د استخباراتو په څانګه کې کار کړی ؤ .
الشيشاني د ګرجستان (جارجيه) تبع ؤ، له دې وړاندې هغه د جارجيه د پوځ د استخباراتو په څانګه کې کار کړی ؤ .

د تُندروه ډلې داعش سره اړونده خبري ادارې اعماق خبر ورکړی چې عمر الشيشاني په جګړه کې وژل شوی دی . ادارې د شورو (چهارشنبې) په ورځ ويلي ابوعمر الشيشاني چې د" عمر دې چيچن" په نوم مشهور ؤ د موصل ښار سره نزدې شرقاط ښار ګوټي کې وژل شوی دی .

امريکا او اتحاديانو يې د مارچ په څلورمه نېټه شام کې او څو ځله نور الشيشاني باندې بريدونه کړي وو .

د امريکا د دفاع وزارت پېنټاګون وياند پيټرکُک په هغه وخت ويلي ؤ چې " زمونږ د اروزنو په اساس دغه بريد کامياب ؤ او الشيشاني پکې وژل شوی ؤ" . خو تراوسه پورې داعش ډلې د الشيشاني د وژنې خبره بيا بيا ردوله .

د دفاع د وزارت چارواکو ويلي دوې د اعماق په راپور خبر ؤ چې الشيشاني په شرقاط کې وژل شوی، ولې دوې يې نه پخلی کوي او نه يې ردوي .

د امريکې د استخباراتو يو پخواني افسر پېټرک سکينر ويلي " دا نهم ځل دی چې د هغه د وژنې خبر خپريږي " .

شرقاط د موصل په جنوب کې په ۱۰۰ کلوميټره او په ۳۵ کلوميټره د القياره نه لرې پروت ښارګوټی دی .

د امريکايي پوځ په فضايي ملاتړ عراقي ځواکونو تيره مياشت دغې سيمې ته پرمختګ کړی او څو ورځې وړاندې يې د القياره هوايي اډه نيولې ده .

د ګل په ورځ د بغداد په سفر د امريکې د دفاع وزير اېش کارټر ويلي ؤ چې عراق ته نور ۶۵۰ عسکر ليږي .

د پينټاګون چارواکو الشيشاني د داعش "د جګړې وزير" بللی او د دغه سخت دريځه کمانډر د داعش د مشر ابوبکر البغدادي سره نزدې اړيکې وې .

الشيشاني د کال ۲۰۱۳م په نيمايۍ کې داعش کې شامل شوی او ځان سره يې په لسګونو روسي جنګيالي هم راوستي وو . هغه ډېر زر په جنوب کې د داعش کمانډر ښکاره شوی او د ترهګرې ډلې په شورا کې يې ځاې جوړ کړی او هغه د داعش دمذهبي اصولو په عملي کولو کې زمه واري ورکړی شوې وه .

الشيشاني د ګرجستان (جارجيه) تبع ؤ، له دې وړاندې هغه د جارجيه د پوځ د استخباراتو په څانګه کې کار کړی او هلته يې د امريکا د ترهګرۍ په ضد د جګړې د تکتيکونو تربيت حاصل کړی ؤ .

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG