لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تهيريسامی د برطانيې نوې وزيراعظمه جوړه شوه


تهيريسامی د برطانيې دوېمه ښځينه وزيراعظمه جوړه شوه .
تهيريسامی د برطانيې دوېمه ښځينه وزيراعظمه جوړه شوه .

د برطانيې وزيراعظم ډېوډ کېمرون د چوکۍ پرېښودو وروستو تهريسامی د دغه هېواد نوې وزيراعظمه جوړه شوې ده .

د يورپي يونين په اړه د رېفرنډم د نتيجو وروستو د برطانيې دواړو غټو سياسي ډلو د وزيراعظمۍ دپاره زغل کوؤ خو اخر چې د واکمنه ډلې ټوري تهيريسامی د برطانيې ۷۶م وزيراعظمه جوړه شوه .

تهيريسامی د برطانيې دوېمه ښځينه وزيراعظمه جوړه شوه، له دې وړاندې مارګرېټ تهيچر د کال ۱۹۷۹م ۱۹۹۰م پورې وزيراعظمه پاتې شوې وه .

د وزيراعظم د ماڼۍ نه بهر ۵۹کلنې نوې وزيراعظمې تهيريسامی وويل هغه به د يو قوم د حکومت مشري کوي .

د وزيراعظم په حېث خپله وړومبۍ وينا کې هغې وويل حکومت به يې د کارکوؤنکې طبقې دپاره کار کوي . او زياته يې کړه چې په ګډه به يوه غوره برطانيه جوړوي چرته چې يواځې د شته منو نا بلکې د هر چا د ګټو دپاره کار کيږي .

هغې ويلي چې برطانيه به د يورپي يونين نه بهر د خپل ځان دپاره يو قوي کردار ادا کوي او منلې يې ده چې مونږ د يو لوې بدلون د وخت سره مخامخ يُو .

ډېوډ کېمرون د ټِن ډاؤننګ سټريټ پرېښودو په وروستۍ وينا کې ويلي د برطانيې وزيراعظمي زما د ژوند تر ټولو لوې اعزاز دی او زياته کړې يې ده مسز می به غوره مشري وکړي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG