لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان پوځ دډرون بريد کې دطالب کمانډرعمر نري دوژل کيدو پخلى کړى


 عمر نرى دخليفه عمر او خراساني په نومونو سره هم پيژندل کيدو.
عمر نرى دخليفه عمر او خراساني په نومونو سره هم پيژندل کيدو.

دپاکستان پوځ پخلى کړى دى چې افغانستان کې دبې پايلټه جاسوسي الوتکې يا ډرون يو بريد کې دپاکستان طالبانو يو مهم کمانډر عمر نرى وژل شوى دى.

دپاکستاني پوځ وياند ليفټننټ جنرال عاصم باجوه دټولنيزو رابطو په ويب پاڼه ټويټر يو پيغام کې ويلي افغانستان کې دبين المللي پوځ کمانډر دپاکستاني پوځ مشر جنرال راحيل شريف سره دشورو په شپه رابطه کړې او دډرون بريد کې يې دعمر نري چې په خراساني شهرت لري دوژل کيدو پخلى کړى.

عمر نرى دخليفه عمر او خراساني په نومونو سره هم پيژندل کيدو.

عمر منصور چې په اورنګزيب هم شهرت لري دګيدړ په نوم دتندروه ډلې غړى دى او دغه ډله دپيښور په ارمي پبلک سکول، باچاخان پوهنتون او دپيښور په هوايي اډه بريدونو کې ککړه بللى شي.

په ١٦م دسمبر کال ٢٠١٤م کې دپيښور په ارمي پبلک سکول دطالبانو يو خونړي بريد کې د١٣٠ؤ څخه دزياتو طالب علمانو په ګډون خواوشا ١٥٠ کسان وژل شوي وؤ.

دپاکستاني چارواکو ترمخه عمر نرى دپولې پورې افغانستان کې ؤ او پاکستان کې به يې دبريدونو منصوبه بندي کوله.

تيره اوونۍ دپاکستان دانګريزۍ ژبو ورځپاڼو ډان اؤ ايکسپريس ټريبيون دچارواکو له خُلې پخپلو راپورنو کې ويلي چې دخالي په ورځ دافغانستان په ننګرهار ولايت کې ترسره شوي دډرون يو بريد کې دپيښور په ارمي پبلک سکول دحملې مرکزي منصوبه جوړونکى عمر منصور دڅلورو نورو ملګرو سره وژل شوى دى.

راپورونه وايي چې عمر منصور داچين اولسوالۍ په بنډار سيمه کې وژل شوى.

ورځپاڼې ډان ليکلو وؤ چې عمر منصور دقاري سيف الله په نوم ديو بل تندروه کمانډر سره دغه ډرون بريد کې وژل شوى.

دچارواکو وينا وه منصور دنورو دريوو ملګرو سره دکمانډر ملنګ سره ليدنې لپاره ورغلى و چې دډرون بريد کې په نخښه کړى شو.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG