لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حقاني شبکه د افغانستان دپاره مسلې پېدا کوي، جان مکېن


د امريکې د سينېټ يو پلاوی د مشر په توګه سينيټر مکېن تېر څو ورځې وړاندې د پاکستان او افغانستان سفر کړی ؤ .
د امريکې د سينېټ يو پلاوی د مشر په توګه سينيټر مکېن تېر څو ورځې وړاندې د پاکستان او افغانستان سفر کړی ؤ .

د امريکې د سېنيټ د دفاعي خدماتو د کمېټۍ مشر سينيټر جان مکېن ويلي چې حقاني شبکه " اوس هم عمليات کوي او د هغې نه افغانستان کې مسلې راولاړيږي "، ولې ښاغلي ميکېن زياته کړې " زه دا هم وئيل غواړم چې په وزيرستان کې مهمې کاميابۍ ترلاسه شوي دي" .

د وايس اف امريکا افغان سروس سره په مرکه کې نوموړي ويلي چې د ترهګرو په ضد " جګړه کې شپږ نيم زره پاکستاني عسکر وژل شوي او ۱۶۰۰۰ ژوبل شوي دي" دغه عمليات نوموړي " يو لوې پرمختګ " بللی دی .

هغه ويلي د حقاني شبکې د داعش سره اړيکې دي .

جان مکېن ويلي هغه ګڼي چې " په دې لړ کې د پاکستان د پوځ پرمختګ کول غواړي، ايا هغوې داسې کول غواړي کنه، دا به کتل وي" .

هغه زياته کړه " دا خبره د افغانستان په ګټه ده چې پاکستان سره ښې اړيکې جوړې کړي په خصوصي توګه دا د امريکا په ګټه ده ځکه چې مونږ ټولو ته پته ده چې پاکستان سره په لويه شمېره کې ايټمي وسله ده او که هغه غلطو لاسو ته ځي نو ټوله سييمه ترې د بې ثباتۍ ښکار کېدی شي" .

د امريکې د سينېټ يو پلاوی د مشر په توګه سينيټر مکېن تېر څو ورځې وړاندې د پاکستان او افغانستان سفر کړی ؤ .

د يوې پوښتنې په ځواب کې مکېن ويلي پاکستان يو خپلواکه ملک دی .

د مالي مرستو په لړ کې هغه وويل " د حقاني ډلې په اړه کانګرس ته کاليز راپور ورکوؤ چې کوم ګامونه اخستل شوي، او بل لور ته د اېف - ۱۶ الوتکو فنډنګ ودرول شو " .

جان مکېن وويل د پاکستان پوځي او سياسي حکومتي چارواکو سره په ليدو کې يې پرې دا خبره په ډاګه کړې ده چې دوې د ټولو ترهګرو ډلو په ضد عملياتو کې پرمختګ ليدل غواړي .

د هغه په وينا د پاکستان او افغانستان ترمنځ ځيني اختلافات موجود دي اوهغه لرې کېدو ته اړتيا لري او هيله يې څرګنده کړه چې دا به د دواړو ملکونو مشران د خبرو د لارې هوار کړي .

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG