لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هندي کشمير کې وژنې زياتې شوي، د امريکا اندېښنه


د تېر خالي د ورځې نه د ګل پورې د کرفيو باوجود کشمير کې د تشدد څخه ډکې مظاهرې شوي دي .
د تېر خالي د ورځې نه د ګل پورې د کرفيو باوجود کشمير کې د تشدد څخه ډکې مظاهرې شوي دي .

هندي کشمير کې د تېرو څو ورځو راهسې روان کړکېچ دوام لري او د حالاتو د جاج اخستو په لړ کې د هند وزيراعظم نريندرا مودي يو ځانګړې غونډه رابللې ده .

بل لور ته خبري اداره ای پي وايي تراوسه پورې د تشدد په پېښو کې د مړو شمېره ۲۸ ته رسېدلې ده .

امريکا په کشمير کې روان کړکېچ باندې اندېښنه څرګنده کړې او ويلي يې دي د دغه شخړې د پُرامنه حل لار لټول پکار دي .

د امريکې د خارجه محکمې وياند جان کربي د ګل په ورځ خبري غونډې ته ويلي هندي کشمير کې د مظاهره چيانو او هندي ځواکونوپه نښتو کې خبر يُو او د تشدد په پېښو يې اندېښنه څرګند کړې ده .

جان کربي ويلي ټول فريقېن د شخړې پُرامنه حل ولټوي امريکا به يې د دغه عمل ډاډګېرنه کوي .

هندي کشمير کې د تېرې جمعې په ورځ يو ځاي بيلتون خوښی کمانډر برهان الدين واني د هندي ځواکونو سره نښته کې وژل شوی ؤ او دهغې نه وروستو د کشمير په بيلابيلو علاقو کې مظاهرې پېل شوې وې .

د تېر خالي د ورځې نه د ګل پورې د کرفيو باوجود کشمير کې د تشدد څخه ډکې مظاهرې شوي دي .

راپورونه وايي د هندي ځواکونو سره نښتو کې لږ ترلږه ۲۸ کسان وژل شوي او د ۲۰۰ نه زيات ژوبل شوي دي .

په ژوبلو کې يو شمېر پوليس هم شامل دي په چا باندې چې مظاهره چيانو کاڼي ورولي دي .

د هندي ځواکونو سره نښته کې د وژل شوي ۲۲ کلن کمانډر برهان الدين واني د کشمير يوې غټې وسله والې ډلې حزب المجاهدين سره وو .

برهان واني به د خپلو پيغامونو دپاره د سماجي اړيکو ويب پاڼې کارولې او په هغې مشهور شوی ؤ .

د پاکستان سيکرټري خارجه اعزاز چوهدري د ګل په ورځ اسلام اباد کې د هند هايي کمشنر ته کشمير کې په تازه وژنو سخته اندېښنه څرګند کړې ده . اعزاز چوهدري ويلي د وژنو سوتره پلټنې دې وشي .

اعزاز چوهدري ويلي هند د کشمير د مسلې د هوارولو دپاره د ملګرو ملتونو په ملاتړ رای شماري وکړي او فېصله دې د کشمير اولس وکړي چې د پاکستان سره پاتې کيږي يا هند سره تلل غواړي .

د هند خارجه وزارت کشمير کې د رای شمارۍ د پاکستان دغه دريز رد کړی او ويلي يي دي ، مونږ د کشمير د تازه صورت حال په اړه د پاکستان بيانونه ليدلي او پاکستان ته مشوره ورکوؤ چې ګاونډيانو په معاملاتو کې لاس وهنه نه کوي .

کشمير د پاکستان او هند ترمنځ لانجمنه علاقه ده ، او د کشمير يوه برخه د هند او بله د پاکستان د انتظام لاندې ده .

هند په پاکستان تورونه لګوي چې هندي کشمير کې د بيلتون خوښو د غورځنګ سره لاس لري .

ولي پاکستان دغه تورونه ردوي او وايي چې هغه د کشميريانو د سياسي او سفارتي دريز مرسته کوي .

د پاکستان او هند ترمنځ اړيکو کې کشمير مرکزي خنډ دی او د دواړو اړيکو تل د کشمير د مسلې ښکار پاتې شوي دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG