لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هندي کشمير کې د تشدد څخه ډکو مظاهرو کې څو کسان وژل شوي


دغه مظاهرې د يو ياغي کشميري کمانډر د ځواکونو د لاسه د وژنې وروستو پېل شوي دي
دغه مظاهرې د يو ياغي کشميري کمانډر د ځواکونو د لاسه د وژنې وروستو پېل شوي دي

د هند د انتظام لاندې کشمير کې د تشدد څخه ډکو مظاهرو کې د ځواکونو او مظاهره چيانو ترمنځ نښتو کې لږ تر لږه ۱۶ کسان وژل شوي او يو شمېر نور ژوبل شوي دي .

دغه مظاهرې د يو ياغي کشميري کمانډر د ځواکونو د لاسه د وژنې وروستو پېل شوي دي او د کشمير په يو شمېر علاقو کې کرفيو هم لګول شوې ده .

اېسوسي اېټډ پرېس د پوليس له خلې ويلي د ځواکونو په ډزو کې ژوبل شوو شپږو کسانو تېره شپه ژوند د لاسه ورکړی دی .

راپورونه وايي ځواکونو هغه وخت په مظاهره چيانو ډزې کړي چې کله په هغوې باندې کاڼي وورول شو . د اتوار په ورځ جنوبي علاقې پلوامه کې يو کس وژل شوی، د مظاهره چيانو او سيکيورټي ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده .

هندي کشمير کې د حزب المجاهدين نومې ډلې کمانډر برهان واني د جمعې په ورځ د هندي ځواکونو سره نښته کې وژل شوی ؤ .

هندي چارواکي د واني وژنه د وسله والو په ضد غټه کاميابي ګڼي .

د برهاني واني د وژنې د خبر مخې ته راتلو وروستو د هندي کشمير په بيلابيلو علاقو کې خلکو مظاهرې پېل کړي او د دوې د قابو کولو دپاره ځواکونو ډزې کړي او اوښکې بهونکی ګېس يې کارولی دی . راپورونه وايي تراوسه پورې د ۱۰۰ نه زيات کسان ژوبل شوي هم دي .

برهان واني په تېر پينځه کاله موده کې د هند مخالفه ويډيوګانې جاري کړي چې پکې هغه د هند په ضد د وسله والو عملياتو عزم څرګندولو .

پاکستان په هندي کشمير کې د ځواکونو د لاسه د کشميري ځوان وژنه غندلې او په سيمه کې يې د بشري حقونو په سرغړونه اندېښنه څرګند کړې ده .

د اتوار په ورځ د پاکستان د خارجه دفتر وياند نفيس ذکريا په يو بيان کې د برهان واني او نورو کشميريانو په مبينه توګه ماورای عدالت وژنې د غندني وړ بللي دي .

د هغه په وينا داسې ګامونه د کشميريانو د بنيادي بشري حقونو سرغړونه ده .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG