لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ناټو افغانستان کې د خپل ماموریت موده وغځوله


د ناټو د سرمشریزې غونډې یوه څنډه
د ناټو د سرمشریزې غونډې یوه څنډه

ناټو د خالي په ورځ په رسمي توګه په افغانستان کې د روزنې ماموريت تر يو کال پورې غځولی او تر ٢٠٢٠م کال پورې يې د افغان ملي ځواکونو د مالي ملاتړ اعلان کړی دی.

د ناټو د سازمان د ٢٨ غړيو او ١٤ متحدو هېوادونو دوه ورځنۍ سرمشريزه غونډه پرون د پولينډ په پلازمېنه وارسا کې پيل شوه .

د پژواک خبري اژانس د خبر له مخې ددغې سرمشريزې غونډې د دويمې ورځې يوه برخه افغانستان ته ځانګړې شوې وه، چې په کې د افغان اولسمشر اشرف غني او اجراييوي رييس ډاکټر عبدالله په ګډون افغان هئیت هم ګډون لرلو.

د ناټو سرمنشي جينز سټولټنبرګ د افغانستان په اړه د ځانګړې شوې غونډې وروستو يوې خبري غونډې ته وويل، له افغان ولسمشر اشرف غني او اجراييوي رييس عبدالله عبدالله سره مو د افغانستان پر وروستيو امنيتي حالاتو او اصلاحاتو خبرې وکړې.

هغه زياته کړه چې افغانستان د پرمختګ په حال کې دى او دا پرمختګ بايد دوامداره پاتې شي.

د ناټو سرمنشي وويل، په ځانګړې توګه بايد د بشري حقوقو ، له فساد سره مبارزې او د ټاکنيزو اصلاحاتو په برخو کې پرمختګونه وشي.

پژواک دجينز سټولټنبرګ له خولې ویلی "سوله او ملي پخلاينه هم له لومړيتوبونو څخه بايد وي ، افغان ملي ځواکونه اوس په ټول هېواد کې د خپل هېواد او اولس د امنيت مسووليت په غاړه لري "

د ناټو سرمنشي وويل چې که څه هم ناټو د روزنې ماموريت ته ادامه ورکوي، خو افغانستان اوس هم د ناامنيو او تاوتريخوالي له سختو ګواښونو سره مخ دى.

د نوموړي په وينا، په داسې حالاتو کې افغانستان سره د ناټو سياسي، نظامي او مالي همکاري ډېره مهمه ده.

جينز سټولټنبرګ وويل چې په همدې موخه به دوى نن په سرمشريزه غونډه کې د افغانستان په اړه درې مهمې پرېکړې وکړي.

هغه زياته کړه چې په نننۍ ناسته کې دغه سازمان په رسمي توګه د ٢٠١٧ ء تر پايې په افغانستان کې د روزنې ماموريت د غځولو پرېکړه وکړه.

د جينز سټولټنبرګ په وينا، دغه ماموريت به د پخوا په څېر د افغان ځواکونو روزنې، مشورې او همکارۍ ته ادامه ورکوي.

نوموړي د امريکایي اولسمشر بارک اوباما څخه مننه وکړه چې تر راتلونکي کال پورې يې په افغانستان کې د ٨٨٠٠ عسکرو د پاتې کېدو اعلان کړى دى.

د ناټو سرمنشي وويل چې دغه راز المان، ايټاليا او ترکيې هم ژمنې کړې دي چې په افغانستان کې به خپل سرتېري پرېږدي.

هغه وویل نن غړو هېوادونو ژمنه وکړه چې تر ٢٠٢٠ ء پورې به د افغان ملي امنيتي دفاعي ځواکونو مالي ملاتړ ته ادامه ورکوي.

ددې ژمنې له مخې، ناټو او غړي هېوادونه به يې هر کال پنځه ميليارده ډالر د افغان ځواکونو لپاره ورکوي.

جينز سټولټنبرګ زیاته کړه نن دوى پرېکړه وکړه چې له افغانستان سره اوږد مهالې سياسي همکارۍ ته هم ادامه ورکوي.

هغه زياته کړه : "زموږ پيغام څرګند دى، افغانستان يواځې نه دى ، مونږ د اوږدې مودې لپاره افغانستان سره خپلو همکاريو ته ژمن يو"

د ناټو سرمنشي په افغانستان کې د داعش د فعاليتونو په اړه وويل چې دوى هلته حضور لري، خو دومره ډېر نه دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG