لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر اوباما وایي په پولیس عسکرو برید یو وحشیانه عمل دی


د امریکې صدر باراک اوباما
د امریکې صدر باراک اوباما

دامریکا جمهور رئیس باراک اوباما خپل د اروپا سفر رالنډ کړی اؤ راتلونکې اوونۍ کې به د ټیکساس ډیلاس ښار ته ځي.

په ډیلاس کې د یو تور پوستي وګړي د پولیس دلاسه د وژل کیدو نه وروستو حالات تاوژن شوي دي اؤ دغلته د راپاریدلو مظاهرینو سره لخوا پینځه پولیس عسکر وژل شوي دي.

د سپینې ماڼۍ له لوري د جاري کړل شوي یو بیان له مخې صدر اوباما چې پولینډ کې دناټو په غونډه کې د ګډون دپاره کوم سفر کړی دغه ټاکل شوی سفر یې رالنډ کړی اؤ اوس به په سپین کې د لنډې دمې کولو پرته د اتوار په ورځ بیرته وطن ته راستنیږي .

صدر اوباما په خپلو فرائضو ترسره کوونکو پولیس عسکرو حمله یو د وحشت ډک ناوړه عمل ګرځولی اؤ امر یې کړی چې د وژل شوؤ اؤ ژوبل شوؤ عسکرو په ویاړ دې ملي بیرغ تر څلورو ورځو په ټولو سرکاري اؤ شخصي ودانیو نیم کښو وساتل شي.

د امریکه د کورنیو چارو د امنیت وزیر جی جانسن د جمعې په ورځ وئیلي وؤ د برید کوونکي هیڅ یو بین المللي ترهګر تنظیم سره تړون واضحه شوی نه دی اؤ د هغه په وینا "د تشدد کله هم څه جواز نه شي جوړیدی"

د ټیکساس ګورنر ګریګ ایبټ وايي په داسې حال کې چې برید کوونکی وژل شوی د قانون پځایې کوونکو ادارو مامورین دې ددې خبرې پلټنه وکړي چې برید کوونکي سره په دغه پلان کې نور څوک شامل وؤ اؤ چا یې مرسته کړې ده.

د برید کوونکي پیژندګلو د میکا جانسن په نوم شوې ده پولیسو د جمعې په ورځ ددغه تن د کور لټه کړې ده چې پکې ورته د بمونو جوړونکي مواد، ټوپکې د جنګي تګلارو په هکله لیکل ترلاسه شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG