لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدراوباما افغانستان کې د امريکايي پوځ ساتلو پلان بدل کړی


امريکايي صدر ووئيل چې د دې اوونۍ په اخره کې په وارسا کې د نېټو سر مشريزې غونډې پرمهال به دوي د افغانستان په مرستو کولو نور زور راوړي .
امريکايي صدر ووئيل چې د دې اوونۍ په اخره کې په وارسا کې د نېټو سر مشريزې غونډې پرمهال به دوي د افغانستان په مرستو کولو نور زور راوړي .

امريکايي صدر باراک اوباما وئيلي چې په کال ۲۰۱۷م کې به د افغانستان دننه ۸۴۰۰ امريکايي پوځيان موجود وي .

له دې وړاندې امريکايي چارواکو پرېکړه کړې وه چې د روان کال د اخرې پورې به افغانستان کې د امريکايي ځواکونو شمېر يواځې ۵۰۰۰ کولی شي، ولې صدر اوباما د چارشنبې په ورځ اعلان وکړو چې افغانستان کې د امنيت وضع ښه نه ده نو ځکه به امريکا دغه شمېره ۸۴۰۰ وساتي .

امريکايي صدر وئيلي چې "طالبان تر دې دمه يوه خطره ده او په څه ځايونو کې هغوي د وړاندې نه شتون لري، تر دې دمه يې حملې او ځانمرګي بريدونه روان ساتلي چې پکې په کابل کې شوي بريدونه هم شامل دي" .

د نوموړي وېنا چې "طالبان عام ولس په هدف کوي او هم د دوي په بريدونو کې افغان ځوانان، زنانه او ماشومان وژل کېږي" .

په افغانستان کې امريکايي ځواکونه په دوه مېدانونو کې کار کوي چې پکې د هغه افغان ځواکونو سره مرسته شامله ده کوم چې د طالبانو پر ضد جنګيږي، دې سره سره امريکايي ځواکونه د القاعده او داعش د جنګيالو په افغانستان کې د پښو ټينګولو خلاف جنګ کې د افغان ځواکونو مرسته کوي .

امريکايي صدر زياته کړې،" په داسې وخت کې(افغانستان) کې ښې نتيجې مخې ته راروانې دي او افغان ځواکونه لا هم دومره پياوړي نه دي څومره چې هغوي ته پکار دي" .

صدر اوباما ووئيل چې هغوي په افغانستان کې د زياتو ځواکونو ساتلو پرېکړه دغلته د نوي امريکايي کمانډر جنرل جان نکلسن د سفارشاتو د جائزې وروستو کړې وه په کوم کې چې د امريکې د دفاع وزير اېش کارټر او نورو پوځي او استخباراتي وګړو مشاورت هم شامل وو .

امريکايي صدر ووئيل چې د دې اوونۍ په اخره کې په وارسا کې د نېټو سر مشريزې غونډې پرمهال به دوي د افغانستان په مرستو کولو نور زور راوړي .

صدر باراک اوباما زياته کړې، په داسې وخت کې چې هغه د خپل صدارت وخت پوره کوي افغانستان کې د پوځ د پاتې کولو د مستقبل په لړ کې راتلونکی امريکايي صدر به وکړی شي چې د اوږدې مودې د دغې شخړې دپاره غوره فېصله وکړي .

اوباما ووئيل چې په پوځي کچ دا فېصله د طالبانو لپاره يو داسې پېغام دی چې امريکا او نړيواله ورورولي په " افغانستان کې د تل پاتې بريالۍ په عزم" ولاړه ده .

افغان صدر اشرف غني د امريکايي صدر باراک اوباما د پرېکړې هر کلی کړی چې د کال ۲۰۱۷م پورې افغانستان کې ۸۴۰۰ امريکايي عسکر وساتي .

صدر اشرف غني د سماجي اړيکو په ويب پاڼه ټويټر باندې يو بيان کې ويلي چې افغانستان کې د اضافي پوځ ساتلو په اړه د صدرباراک اوباما د پرېکړې هرکلی کوؤ .

نوموړي ويلي دغه پرېکړه د شريکو ګټو د ترلاسه کولو دپاره د دواړو ملکونو ترمنځ د روانې همکارۍ اظهار دی .

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG