لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کويټه : وسله والو دپوليسو افسر وژلى


 دغه پيښه دچمن پهاټک سره نزدې فقيراباد سيمه کې ديو جومات دننه رامينځته شوې ده.
دغه پيښه دچمن پهاټک سره نزدې فقيراباد سيمه کې ديو جومات دننه رامينځته شوې ده.

دپاکستان دناقراره صوبې بلوچستان سرښار کوئټه کې ديو جومات دننه وسله والو دپوليسو يو افسر وژلى دى.

دغه پيښه دچمن پهاټک سره نزدې فقيراباد سيمه کې ديو جومات دننه رامينځته شوې ده.

دسرچينو وينا ده دپوليسو يو افسر( سب انسپکټر) مشتاق جومات کې نمونځ کولو چې په دغه مهال درې کسان جومات ته ورغلل او هغه يې په ډزو سره ووژلو.

دپيښې څخه وروستو په ګڼ شمير کې پوليس عسکر سيمې ته رسيدلي او وژل شوى پوليس افسر دکويټې سول هسپتال ته رسول شوى دى.

ددغه پيښې ذمه واري په سمدستي توګه چا په غاړه نه ده اخستې.

دتيرو څو مياشتو راهسې کويټه کې په پوليسو او امنيتي ځواکونو دوسله والو لخوا بريدونو کې اضافه راغلې ده چې پکې په ګڼ شمير کې عسکر وژل شوي دي.

تيره اوونۍ هم کويټه کې دامنيتي ځواکونو په يو ګاډي بريد شوى و چې پکې څلور دايف سي عسکر وژل شوي وؤ.

دپاکستان بلوچستان صوبه دتيرې يوې لسيزې څخه دزياتې مودې راهسې دتاؤتريخوالي سره مخ ده، دفرقه وارانه اړي ګړي اؤ بلوڅ بيلتون خوښو دبريدونو ښکاره بلوچستان درقبې په لحاظ سره دپاکستان تر ټولو لويې ايالت دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG