لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 اماراتي وګړو ته په بهر ملکونو کې د خپلو روايتي جامو نه اغوستلو خبرداری


د متحده عرب اماراتو يوې ورځپاڼې د دغه کس عکسونه خپاره کړي چې پکې هغه سپينه عبايا اغوستې ده،
د متحده عرب اماراتو يوې ورځپاڼې د دغه کس عکسونه خپاره کړي چې پکې هغه سپينه عبايا اغوستې ده،

د امريکې په اوهائيو رياست کې د يو اماراتي کاروباري تن د داعش د غړي په شک کې د نيولو وروستو د متحده عرب اماراتو حکومت په ملکي خلکو غږ کړی چې د بهر ملکونو د سفر په وخت دې خپلې روايتي جامې نه اغوندي عبايا او بندې دې نه تړي .

د متحده عرب اماراتو د رسنيو ترمخه تېره اونۍ د اماراتو سره تعلق لرونکی يو کس د امريکا د منځني اوهائيو رياست په اېوون ښار کې هغه وخت نيول شوی ؤ چې کله د يو هوټل کارکوؤنکې په ۹۱۱ باندې ټيلي فون وکړو او په مبينه توګه داعش سره اړونده د يو کس په موجودګۍ يې پوليس خبر کړل .

راپورونه وايي فيئر فيلډ ان هوټل کې کار کوؤنکې هغه وخت پوليس ته ټيليفون وکړو چې کله دغه کس په ټيليفون خبرې کولې .

د متحده عرب اماراتو يوې ورځپاڼې د دغه کس عکسونه خپاره کړي چې پکې هغه سپينه عبايا اغوستې ده، پوليسو نيولی په ځمکه يې سمولی، هتکړۍ يې ورته اچولي او بوتلی يې دی .

د متحده عرب اماراتو د بهرنو چارو وزير په ټويټر باندې يو بيان کې په ملکي وګړو د بهرني سفر په وخت او په خصوصي توګه عامو ځايونو کې د خپل حفاظت په موخه د اماراتي جامو نه اغوستو غږ کړی دی .

حکومت په " ښځو هم ټينګار کړی چې د يورپ په ځينو برخو کې د مخ پټولو د بندېز په قانون دې عمل وکړي " د خبردارۍ په بيان کې فرانس، بيليجيئم، ډنمارک او هالېنډ نه علاوه ځيني يورپي ښارونه لکه د سپېن د بارسلونا ښار خصوصي يادګېرنه شوې ده، چرته چې د کال ۲۰۱۰ نه د مخ په پټولو بندېز دی .

د بهرنو چارو وزارت په يو بيان کې ويلي چې د امريکا مرستيال سفير ايتهن ګولدرچ يې غوښتی او د اوهائيو په پېښه يې ورته احتجاج کړی دی .

بيان کې ويل شوي چې متحده عرب امارات د خپلو وګړو حفاظت کوي او د دغه پېښې د وضاحت غوښتنه يې کړې ده .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG