چارواکي وايي بغداد کې د اتوار په ورځ ترسره شوؤ دوه چاؤدنو پلټنې کوي ، په دغو چاؤدنو کې ۱۲۴ کسان وژل شوي او ۱۸۶ نور ژوبل شوي دي .
وړومبي بريد کې ځانمرکي د بارودو ډک ټرک ته د شپې په وخت د سوداګرۍ د ګڼې ګوڼې په سيمه کې چاؤدنه ورکړې ،۱۱۹ کسان يې وژلي او ۱۷۰ نور يې ژوبل کړي وو . دغه بريد په روان کال کې بغداد کې ترسره شوی خونړی بريد وو .
داعش ډلې په کراده ضلع کې د بريد زمه واري قبوله کړې او ويلي يي دي شيعه ګان په هدف کړی شوي دي .
دوېمه چاؤدنه د د بغداد په شمال کې شعاب علاقه کې شوې او پينځه کسان پکې وژل شوي او ۱۶ نور ژوبل شوي وو . د دغه بريد زمه واري په سمدستې ډول چا نه ده قبوله کړې .
د عيسايي روحاني مشر پاپ فرانسس عراق کې د چاؤدنو او د جمعې په ورځ بنګله دېش کې ترسره شوي بريد د متاثرينو دپاره دعا غوښتې ده .
د عراق وزيراعظم حېدرالعبادي د بريد نه څو ساعته پس د پېښې موقعې ته ورغلی دی .
دغه بريد په داسې حال کی شوی چې يوه اونۍ وړاندې عراقي ځواکونو د داعش ډلې نه د بغداد نه لويديځ پله د فلوجه ښار بيرته نيولی دی .
بله بمي چاؤدنه په ختيځ بغداد کې شوې، يو تن پکې وژل شوی او څو نور پکې ژوبل شوي دي .
روانه اونۍ دا د ترهګرۍ درېمه غټه پېښه ده چې داعش يې زمه واري قبلوي . د ترکي په اتاترک نړيوال هوايي ډګر بريد کې ۴۰ کسان وژل شوي او د بنګله دېش ډهاکه کې په رستوران بريد کې ۲۰ کسان وژل شوي وو .
د بنګله دېش چارواکي په دې خبره ټينګار کوي چې د ډهاکې د بريد سره د داعش هيڅ اړيکې نشته . او د بنګله دېش حکومت د اوږدې مودې نه په ملک کې د داعش شتون ردوي .