لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

موصل سره نزدې دداعش دوه لوړپوړي کمانډران وژل شوي


په ٢٥م جون ترسره شوو دغو عملياتو کې وژل شوو کې دداعش دجنګ مرستيال وزير ګڼل کيدونکى يو جنګيالى هم شامل و.
په ٢٥م جون ترسره شوو دغو عملياتو کې وژل شوو کې دداعش دجنګ مرستيال وزير ګڼل کيدونکى يو جنګيالى هم شامل و.

دامريکا ددفاع محکمې پينټاګان دجمعې په ورځ اعلان کړى چې دامريکا په مشرۍ عسکري ايتلاف تيره اوونۍ شمالي عراق کې دموصل سره نزدې يو هوايي بريد کې دتندروه ډلې داعش دوه لوړپوړي کمانډران وژلي دي.

په ٢٥م جون ترسره شوو دغو عملياتو کې وژل شوو کې دداعش دجنګ مرستيال وزير ګڼل کيدونکى يو جنګيالى هم شامل و.

دپينټاګان وياند پيټر کُک ترمخه باسم محمد سلطان الجابري دالقاعده پخوانى غړى وى، هغه په کال ٢٠١٤م کې شمالي ښار موصل باندې قبضې لپاره دجګړې مشري کړې وه او وروستو يې په ښار ددغه ډلې دواک مضبوطولو لپاره کار کړى و.

دپينټاګان ترمخه وژل شوو کې دداعش دجنګ مرستيال وزير باسم محمد سلطان الجابري ترڅنګ پوځي کمانډر حاتم طالب الحمدوني هم شامل دى.

پيټر کُک ويلي دجګړې ميدان څخه ددې ترهه ګرو لرې کولو لپاره عراقي ځواکونه داسې حالات پيدا کوي چې هغوي وروستو دنړيوال ايتلاف په مرستې سره موصل ازاد کړل شي

داعش څخه دفلوجه دازادولو لپاره دعراقي ځواکونو توجو اوس دهيواد دوهم لويې ښار موصل لوري ته ده.

دعراق دپوځي مشرانو وينا ده هيله لري چې دسږکال تر اخره به موصل ازاد کړل شي خو پينټاګان فکر کوي دې کې زيات وخت لګيدى شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG