لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډهاکه : په ريستوران بريد کې ٢٠ کسان وژل شوي


 دپوليسو يو وياند ويلي دبريدکوونکو او پوليسو ترمينځ ډزو کې دوه پوليس افسران وژل شوي او ٣٠ نور ژوبل شوي دي.
دپوليسو يو وياند ويلي دبريدکوونکو او پوليسو ترمينځ ډزو کې دوه پوليس افسران وژل شوي او ٣٠ نور ژوبل شوي دي.

چارواکي وايي ډهاکه کې په يو ريستوران دتندروه ډلې داعش دوسله والو لخوا ترسره شوي بريد کې ديرغمال کړل شوو کسانو څخه ٢٠ وژل شوي دي.

دحکومتي وياند ترمخه امنيتي ځواکونو عملياتو کې شپږ جنګيالي وژلي او يو يې نيولى دى، ددغه بريد پړه تندروه ډلې داعش په غاړه اخستې.

دبنګله ديش دپوځ يو بريګيډئير جنرال نعيم اشفاق چوهدري ډهاکه کې خبريالانو ته ويلي هغوي ته د٢٠و کسانو مړي ترلاسه شوي چې پکې زياتره په تيرو وسلو سره په بې دردۍ وژل شوي دي.

هغه وويل ١٣ کسان ژوندي بچ کړل شوي چې پکې يو جاپانى او دوه دسري لنکا وګړي هم شامل دي.

پوځي وياند کرنل رشيدالحسن خبري ادارې اى ايف پي ته ويلي عمليات پاې ته رسيدلي او حالات تر قابو لاندې دي.

دبنګله ديش وزيراعظمې شيخ حسينه واجد يو بيان کې ددغه بريد غندنه کړې او ويلي يې دي چې ددغسې کارروايۍ ترسره کوونکو هيڅ مذهب نشته، هغې هيواد څخه دترهه ګرۍ دخاتمې ژمنه تکرار کړې ده.

پوليسو ويلي وؤ داتوو څخه نهه وسله وال دډهاکې مشهوره سيمه کې موقعيت لرونکي کيفى ته ورداخل شوي او دغلته يې موجود خلک يرغمال کړي وؤ.

دپوليسو يو وياند ويلي دبريدکوونکو او پوليسو ترمينځ ډزو کې دوه پوليس افسران وژل شوي او ٣٠ نور ژوبل شوي دي.

هولي ارټيسن بيکري کيفى کې زياتره اطالوي وګړي موجود وو او امکان څرګندولى شي چې ځينې جاپاني وګړي هم دغلته وؤ.

دبنګله ديش دچټک عملياتو دډلې يو کمانډر محمد محسود ويلي دي عمليات لا دوام لري خو هغوي تر دې مهاله شپږ جنګيالي وژلي او ودانۍ يې دهغوي څخه پاکه کړې ده.

دداعش شکمنو جنګيالو دجمعې په شپه بريد کړى و او خواوشا ٢٠ کسان يې يرغمال کړي وؤ چې پکې غيرملکيان هم شامل وؤ.

دچارواکو ترمخه ر اخوشې کړل شوو کسانو کې درې غيرملکيان شامل دي او هغوي کې ځينې ژوبل شوي هم دي.

دبنګله ديش کمانډو ځواکونو چې کله عمليات پيل کړل نو سيمه کې دډزو سخت غږونه واوريدل شول.

تندروه ډلې دولت اسلاميه سره تړلې خبري ادارې عماق ويلي جنګيالو په هاغه ريستوران بريد کړى چرته چې په ګڼ شمير کې غيرملکيان راغلي وؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG