لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکا په ډرون بريدونو کې د عامو خلکو د وژنې راپور خپور کړی


امريکا د ډرون بريدونو دفاع کوي او د وسله والو په ضد يې موثره وسله ګرځوي .
امريکا د ډرون بريدونو دفاع کوي او د وسله والو په ضد يې موثره وسله ګرځوي .

د سپينې ماڼۍ د راپور ترمخه د کال ۲۰۰۹م نه تر ۲۰۱۵م پورې ترسره شوؤ ډرون بريدونو کې د ۶۴ نه تر ۱۱۶ پورې عام خلک وژل شوي دي .

د سپينې ماڼۍ وياند جوش ارنسټ ويلي ، د انتظاميې د ترهګرۍ په ضد مبارزه هغه وخت ډېره باوري وي چې کله د امکان ترحده سوتره وي او صدر يو داسې نوې حکم نامه اعلانوي چې موخه يې نور زيات معلومات ورکول او د ملکي وګړو د وژنې مخنيوی کول دي .

هغه ويلي " مونږ اوس په داسې حالت کې يُو چې کله د دغه ډول عملياتو پرېکړه کوؤ نو دا دې نه يواځې د امريکا د خلکو په وړاندې سوتره وي بلکې په پايلو دې نړۍ هم خبر وي ، حتی که د دې پايلي زمونږ د ارادو سره سمون هم نه خوري" .

په راپور کې په ډرون بريدونو کې هغه وژنې ښکاره کړی شوي چرته چې د چارواکو په وينا شخړې فعاله نه دي ، او دا عمليات په افغانستان، شام يا عراق کې نا بلکې په پاکستان، يمن، ليبيا او صوماليه کې ترسره شوي دي .

سرکاري شمېرې د بهرنو ډلو د شمېرو نه ټيټي دي کومې چې بهرنۍ ډلې د ۲۰۰ نه تر ۱۰۰۰ پورې ښايي .

راپور کې د ډرون د استخباراتو د حساسيت د امريکا د حکومت او بهرنو ډلو د شمېرو د اختلاف په اړه تفصيل هم وئيل شوی دی .

د بشري حقونو د څار ډلې په راپور نيوکه کړې او ويلي يي دي د امريکا حکومت په دې کې ناکامه شوی دی چې وضاحت وکړي چې څوک په هدف شوي او ولې، او د وژنو شمېره رايوځاې کول ناممکن دي .

لورا پيټر د بشري حقونو د ځار ډله کې د امريکا د ملي امنيت مشاوره ده ، هغه وايي " څو پورې چې د ځانګړو پېښو جزيات نه وي ورکړی شوي، دا ممکنه نه ده چې وژل شوي ملکي وکړي وو، او دا چې امريکا په دې توګه په خپلو پاليسو او نړيوال قانون عمل کوي" .

د برطانيې د تحقيقاتي ژورناليزم بيورو يو تنظيم چې د ډرون په اړه د ځاې رسنيو راپورونه رايوځاې کوي، د دغه راپور هر کلی يې کړی او " دا يې د سوتره والي په لور يو غټ ګام بللی دی" . ولې وي او ای ته په خپل بيان کې دغه ډلې د صدر باراک اوباما د ډرون پروګرام کې د عامو خلکو د وژنو په شمېره اختلاف څرګند کړی دی .

دې ډلې ويلي " د تحقيقاتي ژورناليزم د بيورو، ځاي او نړيوالو رسنيو د راپورنو، غېر دولتي تحقيقاتي ډلو، د حکومت د افشا اسنادو او محکمې د کاغذونو د شمېرو ترمخه د ملکي وګړو وژنې د ۳۸۰ نه تر ۸۰۱ پورې دي" .

دغه ډلې په امريکا د ډرون د ځانګړو بريدونو د معلوماتو په نه ورکولو هم نيوکې کړي دي .

افغانستان کې د امريکا په مشرۍ عملياتو کې د کال ۲۰۰۱ د اکتوبر په مياشت کې وړومبی ډرون بريد د طالبانو په مشر ملاعمر باندې کندهارکی شوی ؤ . او د هغې نه پس دا وسله په ګرده نړۍ کې د ترهګرو د مشرانو په ضد په پراخه کچه کارول شوې ده .

(دې لانګ وار ژورنال) ترمخه امريکا په پاکستان کې د کال ۲۰۰۸م نه تراوسه پورې ۳۹۲ ډرون بريدونه کړي دي . يمن کې د کال ۲۰۰۲م نه تراوسه پورې د القاعده ۱۵۴ مشران په هدف کړي دي . ولې دا د رسنيو شمېرې دي .

په پاکستان کې زياتره امريکايي بې پائيلټه ډرون بريدونه په قبايلي سيمو کې ترسره شوي دي . په دغو بريدونو کې د القاعده او پاکستاني طالبانو مشران بيت الله محسود او حکيم الله محسود په ګډون د دغه ډلې نور مهم کمانډران وژل شوي دي .

او د روان کال د مئ په مياشت کې د پاکستان د بلوچستان صوبې په لرې پرته سيمه کې يو ډرون بريد کې د افغان طالبانو مشر ملااختر منصور وژل شوی ؤ .

پاکستان په خپله خاوره د امريکايي ډرون بريدونو په ضد احتجاج کوي او د خپل واکۍ په ضد يې ګڼي . ولې امريکا د ډرون بريدونو دفاع کوي او د وسله والو په ضد يې موثره وسله ګرځوي .

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG