امريکايي او عراقي چارواکو د زيارت په ورځ ويلي عراق کې په ترسره شوؤ هوايي بريدونو کې د داعش ۲۵۰ وسله وال وژل شوي دي .
هوايي بريدونه د فلوجه په جنوب کې ترسره شوي او د داعش ۴۰ ګاډي يې په هدف کړي دي .
فلوجه د داعش قوي مرکز ؤ او تېره اونۍ ترې د امريکا په مشرۍ عراقي ځواکونو بيرته نيولی دی .
دا د داعش جهادي ډلې دپاره غټ خونړی بريد دی ولې چارواکي وايي د ځمکنو تلفاتو سره د داعش مورال اوس هم زيانمن نه ښکاري .
د شام ځواکونو هم روانه اونۍ عراق سره نزدې سيمه کې د داعش د ولقې لاندې سيمې پله پرمختګ کړی کومه چې سرحدي پوله ده او داعش يې د دواړو ملکونو ترمنځ د تګ راتګ دپاره په اسانه کاروي .
د عراقي ځواکونو د يوې مياشتې اوږدو کاميابو عملياتو چې فلوجه ښار يې پکې نيولی دی اوس د موصل نيولو دپاره کار کوي . د داعش د ولقې لاندې موصل د عراق دوېم غټ ښار دی .
امريکايي چارواکي د څو اونو راهسې وايي چې داعش ډله د خپل پراختيا دا وخت تر ټولو په کمزوري موړ ولاړه ده .
دعراق کردش پوځ مشرانو خبرداری ورکړی چې د موصل جګړه به ډېره سخته وي او دا د ټولو سياسي مليشو ترمنځ تړون ته اړتيا لري .