لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل کې دپوليسو په کاروان خونړي بريدونه،٣٠ عسکر مړه


 دغه پيښه په پغمان اولسوالۍ کې رامينځته شوې ده، دپغمان اولسوال محمد موسي خان ويلي يو ځانمرګي دپوليسو کاروان په نخښه کړى دى.
دغه پيښه په پغمان اولسوالۍ کې رامينځته شوې ده، دپغمان اولسوال محمد موسي خان ويلي يو ځانمرګي دپوليسو کاروان په نخښه کړى دى.

چارواکي وايي دافغانستان پلازمينې کابل سره نزدې ځانمرګيانو دپوليسو په يو کاروان بريدونه کړي چې له امله يې لږ ترلږه ٣٠ عسکر وژل شوي دي.

دافغانستان دکورنو چارو دوزارت وياند صديق صديقي ويلي چارواکي ددغه پيښې په اړه معلومات راټولوي کوم چې به ډير زر په ډاګه کړل شي.

عيني شاهدانو امريکا غږ ته ويلي هغوي ليدلي چې امنيتي ځواکونو دپيښې دځايې څخه مړه او ژوبل کسان وړل.

دپوليسو په کاروان هاغه مهال بريد وشو کله چې يې رنګوټان وړل، افغان چارواکو پخلى کړى چې پرې پسې چاودنې شوي دي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد ددغه بريد ذمه واري منلې او ويلي دي يو ځانمرګي خپل دچاوديدونکو موادو څخه ډک ګاډى دپوليسو کاروان سره ټکر کړى.

هغه وويل يو بل ځانمرګي وروستو په هاغه پوليس افسرانو بريد وکړو چې دلمړۍ چاودنې ځايې کې راټول شوي وو، هغه دعوه کړې چې بريدونو کې په لسګونو افغان عسکر وژل شوي دي.

دپغمان اولسوال محمد موسي خان ويلي يو ځانمرګي دپوليسو کاروان په نخښه کړى دى.

دهغه وينا وه دلمړو اطلاعاتو ترمخه بريد کې ترڅلويښتو رنګوټان وژل شوي او ګڼ شمير نور ژوبل شوي يد.

خبري ادارې رويټرز دپوليسو ديو افسر له خُلې ويلي دکابل لويديزه سيمه کې دپوليسو درنګوټانو په وړونکو ګاډو دوه بمي بريدونه شوي دي.

دميډيا راپورونه وايي دطالبانو يو وياند عبدالقهار ددغه بريد مسؤليت په غاړه اخستى.

يوه اوونۍدمخه دنيپالي ساتونکو په يو ګاډي هم دغه رقم بريد شوى و چې پکې ١٤ کسان وژل شوي وو.

د افغانستان ګاونډي هيواد پاکستان کې یو امریکايي ډرون بريد کې تيره مياشت د افغان طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور د وژل کيدو اؤ د طالبانو د نوي مشر ملا هيبت الله اخندزاده له ټاکل کيدو وروستو طالبانو ټول افغانستان کې د افغان حکومت اؤ عسکرو په ضد خپله د بريدونو لړۍ نوره هم چټک کړې ده.

اؤ د طالبانو نوي مشر ملا اخندزاده په زغرده ويلي چې د افغان حکومت سره به خبرې نه بلکې جګړه کوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG