لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان : دافغان کډوالو داوسيدو موده کې پراختيا

پاکستان کې دميشتو افغان کډوالو داوسيدو اخري نيټه دسږني کال ٣٠م جون و خو دملګرو ملتونو دکډوالو دادارې يو اين ايچ سي ار ترمخه اوس به پاکستان کې دميشتوو افغان کډوالو دپاتې کيدو وروستۍ نيټه دسږني کال ٣١م دسمبر وي.

پاکستان هيواد کې دافغان کډوالو داوسيدو موده کې تر شپږو مياشتو پراختيا راوستې ده.

پاکستان کې دميشتو افغان کډوالو داوسيدو اخري نيټه دسږني کال ٣٠م جون و خو دملګرو ملتونو دکډوالو دادارې يو اين ايچ سي ار ترمخه اوس به پاکستان کې دميشتوو افغان کډوالو دپاتې کيدو وروستۍ نيټه دسږني کال ٣١م دسمبر وي.

له دې وړاندې اوس اوس دملګرو ملتونو دکډوالو دادارې مشر فليپو ګرانډي دپاکستان په درې ورځني سفر تللى و اودغلته يې په ډاګه کړې وه چې پخپله خوښه افغانستان ته دتلونکو کډوالو معاوضه به يو په دوه کولى شى او دهغوي پيسې به ددوؤ سوؤ ډالرو نه څلورو سوؤ ته غزولى شي.

دخپل دغه سفر په مهال فليپو ګرانډي دپاکستان ولسمشر ممنون حسين، خارجه مشاور سرتاج عزيز، دسيفران وزير عبدالقادر بلوچ، دملي امنيت صلاح کار ناصر جنجوعه، دپوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف ، دخيبرپښتونخوا ګورنراقبال ظفر جهګړا او نورو لوړپوړو چارواکو سره ليدنې کړې وې او ورسره يې پاکستان کې دافغان کډوالو په ستونزو خبرې کړې وې.

دملګرو ملتونو هايي کمشنر پاکستاني مشرانو ته باور ورکړى و چې دکډوالو اداره به يې پاکستان کې دميشتوو 1.5و ملينو افغان کډوالو په ميلمستيا کې ملاتړ کوي.

په پاک افغان پوله تورخم دپاکستان او افغانستان دځواکونو ترمينځ دخونړو نښتو څخه وروستو دافغان کډوالو په اړه دپاکستاني حکومت رويه کې سخت والى راغلى او تر دې چې دوزيراعظم دخارجه چارو صلاح کار سرتاج عزيز پاکستان کې دافغان کډوالو کيمپونه دترهه ګرو خوندي ځالې ګرځولي.

خو ملګري ملتونه په پاکستاني چارواکو ټينګار کوي چې ټول افغان کډوال ترهه ګر نه دي، دهغوي سره دې ښه چلن وکړى شي او په ځانګړې توګه دې دپوليسو لخوا تنګ نه کړى شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG