د تُندروه ډلې داعش وسله والو د ګل په ورځ جنوبي يمن کې د شوؤ بمي چاؤدنو زمه واري قبوله کړې ده په دغو چاؤدنو کې ۴۲ کسان وژل شوي وو.
دا بمي چاؤدنې په ساحلي ښار المکلا کې او د هغې په لرې پرتو سيمو کې امنيتو ځواکونو باندې په داسې مهال شوې وې چې عسکرو روژه ماتوله .
المکلا ښار د روان کال اپرېل د مياشتې پورې د القاعده د تُندلارو په ولقه کې وو او د هغې وروستو ترې حکومت پلوه ځواکونو بيرته اخستی ؤ .
يمن کې د کلونو راهسې بې ثباتۍ، او د حکومت او حوثي ياغيانو ترمنځ تازه شخړې وسله والو ډلو ته د ملک د ځينو برخو قبضه کولو او د حملو موقع برابره کړې ده .
د ملګرو ملتونو په مشرۍ يمن کې د نوي يووالي د حکومت جوړېدو دپاره دامن خبرو تراوسه کومه نتيجه مخې ته نه ده راغلې .
د ملګرو ملتونو عمومي سېکتر بان کي مون د اتوار په ورځ د حکومت او حوثي ياغيانو د هيئتونو سره ليدلي او په دوې يې ټينګار کړی چې " حالات نور د خر ابېدو نه بچ کړي " .
يمن کې د ملګرو ملتونو استازي اسماعيل ولدشېخ احمد تېره اونۍ وئيلي ؤ چې په دغه لړ کې په دوه اونو کې پرمختګ ډېر په قلار شوی دی، ولې بغېر د کوم تړون نه تېرېدونکې هره ورځ " په ملک کې د لا نورو ډېرو تکليفونو سبب جوړيږي " .